-
د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ولسمشر نه جوړیږي
Aug 06, 2025 08:04زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر ايي ایس پي ار(ISPR) مشر جنرال احمد شریف چوهدري وویل د پوځ د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د ولسمشر د جوړیدا په هکله خبرې بې بنیاده دي.
-
پاکستان، جنوبي کوریا او سومالیا په غزې کښې د جنګ د بندیدا غوښتنه وکړه
Aug 06, 2025 06:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګه کښې د انساني حالاتو په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې په دوام کښې د پاکستان ، د جنوبي کوریا او د سومالیا استازیو د صهیونیسټ رژيم د تیریو د سمدستي بندولو او د فلسطین د ملکي وګړو د کړاونو د ختمولو پر ضرورت ټیګار وکړ.
-
د پاکستان دیپلومات: د کشمیر مسئله باید په دیپلوماتیکه توګه حل شي
Aug 06, 2025 01:45پارس ټوډی - تهران کې د پاکستان د سفارت مرستیال د سه شنبې په ورځ د کشمیر د مسئلې د دیپلوماتیکو لارو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د منشور له مخې د حل کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
-
اسلام آباد د اوکراین په جګړه کې د پاکستانیانو شتون رد کړ
Aug 05, 2025 08:48د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین په جګړه کې د دغه هېواد د وګړو د شتون ادعا رد کړې ده.
-
خبرونه | له پاکستاني عالمانو سره د پزشکیان لیدنه ؛ د اسراییلو د اهدافو په ضدد یمن عملیات او په لویدیځ د روسیې نیوکه
Aug 04, 2025 08:16پارس ټوډې - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له شیعه او سني عالمانو له یوې ډلې سره په یوه غونډه کې، د غزې د مظلومو خلکو په وړاندې د صهیونیسټ رژیم د دوامداره جنایتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د دې ظلمونو په وړاندې چوپتیا له ظلم سره ملګرتیا ده.
-
بقائي: پاکستان ته د ایران د ولسمشر سفر د دوه اړخیزو اړیکو لپاره نوی فصل پرانیزي
Aug 04, 2025 09:52پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ پاکستان ته د ایران د ولسمشر د دوه ورځني سفر په اړه وویل: دا سفر خورا مهم دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو لپاره به نوی فصل پرانیزي. د ایران او پاکستان د دوو مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او مینې اړیکې هیڅ توضیح ته اړتیا نلري.
-
د پاکستان لومړي وزیر د اسرائیلي مشرانو له خوا د اقصی جومات سپکاوی وغانده
Aug 04, 2025 09:46پارس ټوډی - د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسرائیلي وزیرانو او استوګنو له خوا د اقصیٰ جومات سپکاوی په کلکه وغانده او ویې ویل، د اسرائیل رژیم بې شرمه او قصدي کړنې په اشغال شویو سیمو او له هغې هاخوا تاوتریخوالی پراخوي.
-
تفسیر: ولې پاکستان ته د پزشکیان سفر په سیمه ییزه دیپلوماسۍ کې بدلون دی؟
Aug 04, 2025 09:44پارس ټوډی - د سیمه ییزو ژئوپولیټیکي بدلونونو په اوج کې، د مسعود پزشکیان پاکستان ته سفر نه یوازې یو دیپلوماتیک سفر دی، بلکې د ایران د رول د بیا تعریفولو لپاره یو ستراتیژیک ګام دی، چې کولی شي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، امنیتي او کلتوري همکارۍ پیل کړي.
-
پزشکیان: مسلمانان په یووالي سره خپل راتلونکی ټاکلی شي
Aug 04, 2025 02:15پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او پيوستون په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: ټول باید لاسونه سره ورکړو او له پردیو د تمې پرځاې، په خپلو شتمنیو او توانمنیو باندې په تکیې سره، په ستونزو باندې د برلاسه کیدو او د پراختیا او پرمختګ لوړو سوکو ته د رسیدو لپاره باید ګام پورته کړو.
-
دری نیم سوه افغانان دپاکستان له زندانونو خوشې شوي اوخپل هیواد ته ستانه شول
Aug 04, 2025 01:45له جلال آباده زمونږ خبریال وايي، خواوشاه دری نیم سوه افغانان دپاکستان له زندانونوراخوشې شوي اودتورخم له لارې خپل هیواد ته راستانه شول