-
د روسیې ستر مفتي د اسلامي امت د یووالي په برخې کې د ایران د اقداماتو ستاینه وکړه
Aug 23, 2026 14:56پارس ټوډې- د روسیې د مفتیانو د شورا او د روسیې د مسلمانانو د دیني چارو د ادارې مشر، شیخ راویل عینالدین، په م اسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر کاظم جلالي سره په لیدنې کې د اسلامي امت د یووالي په لارې کې د تهران د اقداماتو ستاینه وکړه.
-
جرمني د اسرائیلو پر وړاندې د نوو بندیزونو لګول څېړي
Aug 23, 2026 14:31پارسټوډي: د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیسټي رژیم د کورني امنیت وزیر د سپَکو او پاروونکو څرګندونو او د فلسطینیانو پر وړاندې د دغه رژیم د کابینې د جنایتکارو اقداماتو په غبرګون کې وویل چې د اروپائي ټولنې له خوا پر اسرائیلو د نویو بندیزونو لګول د څېړنې وړ یو انتخاب دی.
-
حقاني: د افغانستان د شیعیانو روا غوښتنې باید عملي شي
Aug 23, 2026 14:11پارس ټوډې - د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني بامیان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د درستو اهل تشیّع د روا غوښتنو پر عملي کېدو او د ملي یووالي پر ساتلو ټینګار وکړ.
-
افغان طالبانو له نړیوال رسمیت پرته سیمهییزې ملګرتیا پراخې کړې دي
Aug 23, 2026 13:41الجزیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړی چې دافغانستان د طالبانو حکومت له نړیوال مشروعیت او رسمیت پرته، په ټولې سیمې کې خپلې سوداګریزې او امنیتي ملګرتیاوې پراخې کړې دي.
-
د باکستان د پوځ مشر سبا ایران ته راځي
Aug 23, 2026 13:32د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي له خبریالانو سره په خبرو کې تهران ته د پاکستان د پوځ د قوماندان عاصم منیر د سفر خبر ورکړی دی.
-
افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره ګډه کاري ډله جوړوي
Aug 23, 2026 13:29د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
-
د افغانستان د جلالاباد ښاروالۍ د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت رغنیزې پروژې پیل کړې
Aug 23, 2026 13:24د افغانستان د ننګرهار ولایت د جلال آباد د ښاروالۍ چارواکي وائي، د دغو پروژو پلې کېدل به د ښاري پراختیا او زرغونتوب لامل شي.
-
کاناډا: مونږ په تجارتي جنګ بوخت یوو؛خو ټرمپ وائي؛کینیډا غواړي د امریکا ایالت شي
Aug 23, 2026 13:11پارس ټودې - له امریکا سره د سوداګریزو خبرو له ناکامېدو وروسته، د کینیډا لومړي وزیر وویل چې هېواد ئې له امریکا سره په «سوداګریز جنګ کې دی.
-
افغانستان ته له کډوالۍ ۸۲۸ افغانان ستانه شوي
Aug 23, 2026 13:08د سرپرست حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون اعلان کړی، چې یوازې د جمعې په ورځ اته سوه اته ویشت افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له دروازو له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
-
د CNN راپور: ایران له هرمز تنګي د عراق، چین، هند او پاکستان بېړیو ته د تګ اجازه ورکړې
Aug 23, 2026 12:59د امریکا سياېناېن خبري شبکې د بېړیو د څارنې د کِپلِر شرکت د معلوماتو پر بنسټ ادعا کړې، چې د هرمز تنګی اوس مهال تړل شوی او ایران د ځینو هېوادونو، له ډلې عراق، چین، هند او د پاکستان، بېړیو ته د دې تنګي څخه د تېرېدو اجازه ورکړې ده.