-
د ملګروملتوپه خالي هال کې د نتنیاهو د ویناپرمهال په نیویارک کې مظاهره
Sep 27, 2025 09:15پارس ټوډي - د صهيونسټي رژيم د تعقيبیدونکي لومړي وزير بنيامين نتانیاهو د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډې کې د وينا پر مهال، په نيويارک کې د دغې موسیسې د مرکز مخې ته سلګونو کسان غونډ شول او مظاهرې ئې وکړې او د هغه د نيولو غوښته ئې وکړه.
-
امريکا او اسرائيلو ته د سپاه پاسدارانو خبرداری؛مقاومت ماته نه خوري
Sep 27, 2025 08:50پارس ټوډي -د ایران د اسلامي انقلاب سپاە پاسداران په يوې بيانيې کښې ټينګار کړی چې د وحشي صهيونسټي او امريکائي بهیرونو وهمي خوبونه او سپير پلانونه به دې ځل هم د دښمنانو لپاره له رسوائۍ او بې شرمئ پرته بله نتیجه ونه لري.
-
ملګري ملتونه؛د نتانیاهو د انزوا صحنه؛د نتنیاهو مخاطبې خالۍڅوکۍ
Sep 27, 2025 08:15پارس ټوډي – د ملګرو ملتونو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کې لسګونو ډیپلوماټان د نتانیاهو د وینا له پیل سره سم له هاله ووتل؛ دا د غزې د جنګ په وړاندې یو ښکاره اعتراض ؤ چې په عربي او اسرائیلي رسنیو کې ئې پراخ انعکاس وموند.
-
شهبازشریف: ترهګرې ډلې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کوي
Sep 27, 2025 02:23د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې، د افغان طالبانو حکومت باید بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی او د ترهګرو ډلو پر وړاندې مؤثر اقدامات ترسره کړي.
-
د بلوچستان اعلي وزیر: په افغانستان مېشت ترهګر د طالبانو له ملاتړه برخمن دي
Sep 26, 2025 09:33د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي ادعا کړې چې په افغانستان کې دېره «ترهګر» د طالبانو په ملاتړ د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي.
-
عمران خان د پاکستان د پوځ له مشر وغوښتل چې له طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته لاړ شي
Sep 26, 2025 09:30د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د خپل هیواد د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
-
پاکستان او هندوستان د آسیا کپ په پایلوبه کې سره مخامخ کیږي
Sep 26, 2025 09:25د اسیا جام کرکټ سیالیو د څلورو غوره لوبډلو ترمنځ د سیالیو پر دوام پاکستان د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې جام پایلوبې ته لار ومونده.
-
د چین ، ایران، روسیې او د پاکستان خارجه وزیرانو غونډه وکړه
Sep 26, 2025 02:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ، د چین ، د روسیې او د پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو په نیویارک کښې د افغانستان په هکله غونډه وکړه.
-
د افغانستان واکمنان دې خپله خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره نه کاروي
Sep 26, 2025 00:53زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او خارجه وزیر «اسحاق ډار» په افغانستان کښې د لسګونو ترهګرو ډلو په شتون باندې د اسلام اباد د اندیښنې په څرګندولو سره د افغانستان د طالبانو په موقته حکومت غږ وکړ
-
د پاکستان لومړي وزیر او د پوځ مشر د امریکا له ولسمشر سره کتنه وکړه
Sep 26, 2025 00:38زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره کتنه وکړه چې پکښې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر هم موجود و.