د چین ، ایران، روسیې او د پاکستان خارجه وزیرانو غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165084-د_چین_ایران_روسیې_او_د_پاکستان_خارجه_وزیرانو_غونډه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ، د چین ، د روسیې او د پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو په نیویارک کښې د افغانستان په هکله غونډه وکړه.
(last modified 2025-09-26T01:30:14+00:00 )
Sep 26, 2025 05:54 Asia/Kabul
  • د چین ، ایران، روسیې او د پاکستان خارجه وزیرانو غونډه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ، د چین ، د روسیې او د پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو په نیویارک کښې د افغانستان په هکله غونډه وکړه.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل چې په افغانستان کښې د امریکا شل کلن پوځي شتون یوازې مصیبت او ناامنۍ رامینځته کړي ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د افغانستان په هکله د چین ، د روسیې ، د پاکستان او د ایران په څلور اړخیزه غونډې کښې په دې خبرې سره چې په افغانستان کښې د امریکا شل کلن پوځي شتون او لاسوهنو له مصیبت او ناامنۍ پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي وویل مونږ په پریکنده توګه د هیوادونو په کورنیو چارو کښې په نه لاسوهنې ټینګار  کوو.

هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت په پریکنده توګه د هیوادونو په کورنیو چارو کښې د نه لاسوهنې په اصل ټینګار کوي او د نړیوالو  حقوقو له پیژندل شویو اصولو او د ملګروملتونو له منشور سره سم د خپل سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز راتلونکي د ټاکلو لپاره د افغانستان د خلکو د ذاتي حق ملاتړ کوي.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل په وروستیو کلونو کښې د حالاتو د ښه کولو لپاره د افغانستان د موقته حکومت له هڅو سره سره دغه هیواد هماغه راز د امنیت ، د انساني  حالاتو او د اقتصادي ثبات په زمینه کښې له ډیرو  چیلنجونو سره مخامخ دی.

دا یوازې کورني مسائیل نه دي بلکې د ټولې سیمې لپاره نیغ په نیغه او جدي پایلې لري او مونږ د نږدې ګاونډیو او د سیمه د شرکاو په توګه نیغ په نیغه له دغو بدلونونو اغیزمن یوو او په عین حال کښې مونږ په دغو مسائیلو باندې د غور کولو لپاره په هڅو کښې د رغنده ګډون لپاره ګډ مسوولیت لرو.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل مونږ د انساني حالاتو د خرابیدا په هکله زیات اندیښمن یوو او د افغانستان د دوه زره پینځویشتم میلادي کال د بشر دوستانه ضرورتونو او ځواب پلان د ضرورت وړ یوازې اوه ویشت اعشاریه یو فیصده بودجه ترلاسه کړي ده او د بودجې دغه اندیښمنونکی کمښت د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو باندې نیغ په نیغه اغیز لري کوم چې همدا اوس په خپلو اوږو باندې دروند بار وړي او مونږ ټینګار کوو چې بشر دوستانه مرستې باید بې طرفانه ، غیر سیاسي او له کوم خنډ پرته وړاندې شي او دغه مرستې هیڅکله باید د سیاسي اجبار لپاره په یوه اوزار بدلې نشي.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل بندیزونه باید د افغانستان د اقتصادي حالاتو د ښه کیدا  یا د موقته حکومت له چارواکو سره د جایز تعامل په لاره کښې د خنډ رامینځته کولو لپاره په یوې وسلې بدل نشي او مونږ یوځل بیا وایو د افغانستان هغه شتمنۍ چې په امریکا کښې کنګل شوي دي باید له قید او شرط پرته ازادې شي چې د افغانستان اقتصادي ثبات احیا شي او د خلکو په خدمت کښې ورشي.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل د امنیت په حوزه کښې له داعش ډلې سره په مقابلې کښې له ځینو پرمختګونو سره سره په افغانستان کښې د نورو سرزورو او د ترهګرو ډلو د شتون دوام هماغه راز د ګاونډیو هیوادونو او د ټولې سیمې لپاره د جدي اندیښنې په توګه پرځاې پاتې دی او مونږ د طالبانو د موقته حکومت له چارواکو هیله لرو چې د دغو ګواښونو پرضد پریکنده ، حقیقي او شفاف تدبیرونه غوره کړي او له ترهګرۍ سره مبارزه باید جامع وي  ، هغه له توپیر څخه ډکه نه وي او له نړیوالو حقوقو سره سمون ولري.

هغه وویل ایران د افغانستان د میلیونو ښاریزو د کوربه توب د  دروند بار له  زغملو سره سره هغه هم له کمې نړیوالې  یا ناکافي مرستې سره په خپلو مسوولیتونو عمل کړی دی او دغه حالت د ایران په اقتصاد او امنیت میلیارډونو ډالره لګښت ورتپلی دی په داسې حال کښې چې ایران په خپله هماغه راز له ترټولو سختو یواړخیزه بایکاټونو سره چې د نړیوالو  حقوقو خلاف ورزۍ ده مخامخ دی.