پاکستان او هندوستان د آسیا کپ په پایلوبه کې سره مخامخ کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165088-پاکستان_او_هندوستان_د_آسیا_کپ_په_پایلوبه_کې_سره_مخامخ_کیږي
د اسیا جام کرکټ سیالیو د څلورو غوره لوبډلو ترمنځ د سیالیو پر دوام پاکستان د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې جام پایلوبې ته لار ومونده.
(last modified 2025-09-26T08:27:44+00:00 )
Sep 26, 2025 12:55 Asia/Kabul
  • پاکستان  او هندوستان د آسیا کپ په پایلوبه کې سره مخامخ کیږي

د اسیا جام کرکټ سیالیو د څلورو غوره لوبډلو ترمنځ د سیالیو پر دوام پاکستان د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې جام پایلوبې ته لار ومونده.

هندۍ لوبډله له وړاندې پایلوبه کې د خپلې سیالې لوبډلې انتظار کوي. تر دې وړاندې دواړه لوبډلې دوه ځله مخ شوي، خو دواړه لوبې هند ګټلې دي.

نن د روان پړاو وروستۍ لوبه د هند او سریلانکا ترمنځ ترسره کېږي.

پایلوبه به د را روانې یک شنبې په ورځ ماښام ترسره شي.

هند او پاکستان په روان اسیا جام کې تر دې دمه دوه ځلې مخ شوي چې، دواړه لوبې هند په لوی توپير ګټلې دي.