-
خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز برید کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
Mar 05, 2025 08:23د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ پر اډې يا چاوڼۍ بريد کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
-
په پاکستان کې له چاودنو وروسته وسلهواله نښته شوې
Mar 05, 2025 03:53د راپورونو په حواله د خیبرپښتونخوا په بنو کې له چاودنو وروسته د دغه هېواد امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ نښته رامنځته شوې
-
تفسیر- د افغانستان او پاکستان د سرحدي شخړو لامل څه دی؟
Mar 03, 2025 10:05پارس ټودي - بالاخره د پاکستان له خوا د تورخم سرحدي دروازې د ۱۱ ورځو لپاره د تړل کیدو وروسته، په دې هېواد کې محلي سرچینو د تورخم سرحدي نقطې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ د سرحدي ساتونکو او د افغانستان د طالبانو ترمنځ د سختو نښتو راپور ورکړی دی.
-
په تورخم دروازه کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده
Mar 03, 2025 08:35د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوی صدیق الله قریشي وایي، جګړه تیره نیمه شپه هغه مهال پيل شوه چې افغان پوله ساتي ځواکونه د ډیورنډ فرضي کرښې دې لورې ته پر فعالیت بوخت وو چې پاکستاني لورې پرې د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې.
-
د خیبرپښتونخوا یو چارواکي له طالبانو سره پر خبرو اترو ټينګار کړی
Mar 03, 2025 02:34زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار باریستر سیف د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې افغانستان ته د یو پلاوي د سفر اجازه ورکړي.
-
شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید لس پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې
Mar 02, 2025 11:48را پورونه وایي، د شمالي وزیرستان په عیدک کلي کې پرون ماښام د یوه ځانمرګي برید له امله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او د دوه ملکي وګړو په ګډون، لس نور ټپيان شوي دي.
-
پاکستان دې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغان کډوال له دې هېواده نه باسي
Mar 02, 2025 11:19په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي وخت ناوخت د پولیسو له خوا ځورول او نیول کېږي، د دوی په خبره که څه هم قانوني اسنادي لري خو پولیس يې نیسي او د پیسو په بدل کې يې بیرته خوشي کوي، خو پولیس دا موضوع ردوي او وايي، دوی هغه کډوال نیسي چې په دې هېواد کې د پاتي کېدو قانوني اسناد نه لري.
-
د تورخم دروازې تړل افغان او پاکستاني سوداګرو ته زیان رسوي
Mar 02, 2025 01:43زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د پاکستان له خوا د تورخم دروازې تړل د سوداګرۍ له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او دا د دواړو لوریو سوداګرو ته زیان رسوي.
-
پاکستان: امریکايي وسلې له افغانستان ترهګرو ته رسیږي
Mar 01, 2025 12:56د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه وروستۍ مطبوعاتي غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا پریښودل شوې وسلې په پاکستان کې د فعالو ترهګرو ډلو لاس ته لوېږي.
-
ځینو هیوادونو نن د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده
Mar 01, 2025 09:09د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، یمن، کویت، بحرین، قطر، اردن، سوریه، مصر، فلسطین، سومالیا، سوډان، لبنان، الجزایر، عمان، اندونیزیا، آسټرالیا، افغانستان او ترکیې نن د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.