-
صهيونېسټ رژيم په غزې حمله وکړه
Jun 16, 2021 03:18د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو نن سحر د غزې په جنوب کښې د فلسطين د مقاومت د ځواکونو په سنګرونو بمباري وکړه.
-
اروپایي ټولنې یوځل بیا په افغانستان د صلحې په ټینګښت تاکيد وکړ
Jun 16, 2021 03:15اروپایي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله او له دواړو خواو یې غوښتي چې زر تر زره دې خبرې پیل کړي.
-
په افغانستان کښې ۱۶۴۷ نور کسان په کورونا اخته شول
Jun 16, 2021 03:09د افغانستان د روغتیا وزارت پرون خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ساعتونو کښې د کورونا وائرسو ۱۶۴۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې په کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۹۴ زره او ۹۱۹ تنو ته ورسېد.
-
نېټو او اوۀ ډله دې د تشو وېناو په ځاے په نړيوالو قوانينو پابند اوسي
Jun 16, 2021 02:04د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند وويل، نېټو او اوۀ ډله يا جي سېون دې د تش وېناو په ځاے په نړيوالو قوانينو پابند اوسي.
-
صهيونېسټ مېشته ښاريو کښې د اور لګؤنکو پوکڼو چاودنې
Jun 16, 2021 00:16د نيواکي قدس په سيمو کښې د صهيونېسټانو د بېرغ لاريون په ردعمل کښې فلسطينيانو د اور لګؤنکو پوکڼو په لېږلو سره صهيونېسټ مېشته ښاريو کښې اورونه ولګول.
-
ایران د کرونا واکسن د جوړونکو په نړیوال کلب کښې شامل شو
Jun 15, 2021 00:20د ایران د خورړ او درملو د ادارې ویاند د کرونا واکسن د جوړونکو په نړیوال کلب کښې د ایران د غړیتوب خبر ورکړ
-
د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې په درستې نړۍ کې د ایران قدرت او اقتدار لازیات پياوړی کوي
Jun 15, 2021 12:06د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون اندازه د خلکو د بصیرت او پوهې د سویې ښودنه کوی او د خپل برخلیک په نسبت د ملت د مسولیت احساس اندازه سره نیغ په نیغه ارتباط لري . په دې اړه د تهران ریډیو پښتو خپرونې د راتلونکو انتخاباتو د ځانړنو او اهمیّت په اړه یوه لړۍ پيل کړې چې د هغې لړۍ له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو .
-
بایکاټ او اقتصادی جنګ د بشریت پرضد جنایت دی
Jun 15, 2021 11:47روحانی د اقتصادی جنګو تاوانونو او د عامو خلکو په معیشت او ژونداو دهیواد په اقتصادی پراختیا د هغه اغیزو ته په اشارې سره زیاته کړه د بشریت پرضد جنایت له معمول سره سم په عمومی ذهنونوکې د پوځی نښتې او جنګ لیدل کیږی ، په داسې حال کی چی بایکاټ او اقتصادی جنګ هم باید د بشریت پرضد د خاموش جنایت په توګه وپیژندل او ثبت شی .
-
د ایران د باسکټبال ټیم عربستان ته په ماتې ورکولو سره د خپلې ډلې سرخیل شو
Jun 15, 2021 01:52د ایران د باسکټبال ملي لوبډله وتوانیده چې د آسیايي کپ وروستۍ انتخابي سیالي د عربستان په وړاندې په کامیابۍ سره پاې ته ورسوي
-
کوم نظام چې د یرغل او نیواک په بنیاد جوړ شي هغه ډیر دوام نه لري
Jun 15, 2021 01:50د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: هغه نظام چې بنیاد یې په یرغل او نیواک کښیښودل شي، ډیر وخت به پاتې نه شي.