صهيونېسټ مېشته ښاريو کښې د اور لګؤنکو پوکڼو چاودنې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101714-صهيونېسټ_مېشته_ښاريو_کښې_د_اور_لګؤنکو_پوکڼو_چاودنې
د نيواکي قدس په سيمو کښې د صهيونېسټانو د بېرغ لاريون په ردعمل کښې فلسطينيانو د اور لګؤنکو پوکڼو په لېږلو سره صهيونېسټ مېشته ښاريو کښې اورونه ولګول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2021 00:16 Asia/Kabul
  • صهيونېسټ مېشته ښاريو کښې د اور لګؤنکو پوکڼو چاودنې

د نيواکي قدس په سيمو کښې د صهيونېسټانو د بېرغ لاريون په ردعمل کښې فلسطينيانو د اور لګؤنکو پوکڼو په لېږلو سره صهيونېسټ مېشته ښاريو کښې اورونه ولګول.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې فلسطيني ځوانانو پرون د غزې په تړانګه کښې په نيواکي قدس شريف کښې د صهيونېسټانو لخوا د بېرغ تحريکؤنکي لاريون په ردعمل کښې  د اور لګؤنکو پوکڼو د لېږلو اقدام وکړ چې دغه پوکڼۍ د غزې په خواشا کښې په صهيونېسټ مېشته ښاريو کښې د اور لګېدنو سبب شوې.

د صهيونېسټي رسنيو د رپوټونو له مخې له پرون د غزې د خواوشا په صهيونېسټ مېشته ښاريو کښې د اور لګېدنې لږ تر لږه شپږويشت واقعات اوشول.

د صهيونېسټ مېشته ښاريو اوسېدونکو اورپکو د صهيونېسټو فوځيانو په ملاتړ سره پرون مازيګر د بېرغ د لاريون په جوړولو سره د قدس شريف باب العامود سيمې ته داخل شول او هلته کښې يې د بېرغ ګډا نومې تحريکؤنکې پروګرام ترسره کړ.

فلسطينيانو هم  چې د باب العامود سيمې په خواوشا کښې غونډ شوي وو د فلسطيني بېرغونو په اوچتولو او د غاصبو صهيونېسټانو په خلاف د نعرو په وهلو سره د هغوي د بېرغ لاريون وغندۀ.

همدارنګ د فلسطين هلال احمر اعلان وکړ چې د قدس شريف په پخوانۍ برخه کښې له قهرجنو فلسطينيانو سره د صهيونېسټو فوځيانو په نښته کښې لږ تر لږه ۲۷ فلسطينيان ژوبل شول.