-
طالبانو په بامیان کې یوه ښځه په دُرو ووهله
Feb 16, 2025 09:21زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړ چې په بامیان کې یوه ښځه په دُرو وهل شوې ده.
-
ولسمشر کرزي د جرمني په مونشن کې د یوه افغان له لوري برید وغانده
Feb 15, 2025 02:35د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن ښار کې د یوه افغان له لوري په موټر سره د ۳۶ کسانو ټپي کول غندلي او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
-
نن له افغانستان څخه د شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۶مه کلیزه ده
Feb 14, 2025 11:53طالبانو له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د شپږدیرشمې کلیزې په مناسبت ویلي چې دا ورځ «د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه» او له خدایه د «مننې» ورځ ګڼي او «خپلو ټولو مسلمانو او مجاهدو وروڼو» ته مبارکي وایي.
-
افغانستان باید د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نشي
Feb 14, 2025 09:16پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر پرمهال، د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې شوي او د دغو دوو هېوادونو چارواکو ویلي چې افغانستان باید د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نشي.
-
د پاکسان په بلوچستان صوبې کې چاودنې لس کان کیندونکي وژلي دي
Feb 14, 2025 09:01د پاکستان د بلوچستان صوبې په هرنایي سیمه کې د ماین په چاودنه کې لس کان کیندونکي وژل شوي او شپږ ټپیان دي. ویل کېږي، د کان کیندونکو موټر پر یوه ماین ختلی او دغه پېښه رامنځته شوې ده.
-
کابل کې د ښار جوړولو وزارت دروازه کې چاودنه شوې
Feb 13, 2025 11:04زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، کابل کې د ښار جوړولو وزارت د ننه ځانمرګی بریدګر په نښه شوی.
-
په جلال آباد کې د ايران سرقونسل د ننګرهار له مرستيال والي سره د مخه ښې کتنه وکړه
Feb 11, 2025 11:53مجيد صادقي دولت آبادي چې په جلال آباد کې د ايران اسلامي جمهوريت سرقونسل په توګه د ماموريت دوره پایته رسېدلې، د ننګرهار له مرستيال والي مولوي عزيز الله مصطفی سره د مخه ښې کتنه وکړه.
-
له یوه ترکي شرکت سره د کندهار د مرمر ډبرو د استخراج تړون لاسلیک شو
Feb 11, 2025 10:38د کندهار د مرمر ډبرو د استخراج تړون د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه ترکي شرکت ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.
-
په کندز کې د یوې چاودنې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
Feb 11, 2025 09:47چاودنه نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل بانک مخې ته شوې او مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
-
لغمان ولایت کې زیاته اندازه نشه یي توکي ونیول شول
Feb 11, 2025 09:38د لغمان ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي چي د کابل جلال آباد لویې لارې پولیسو د دې ولایت اړوند قرغه یي ولسوالۍ د زمګورې په سیمه کې ۳۰کیلوګرامه خام چرس کشف او تر لاسه کړل.