-
د ایران لپاره دټرمپ د انسان دوستۍ دچینل په ناکارندوالي دسویس اعتراف
May 09, 2020 08:14د سویس حکومت پرون تائيد کړې ده چې د انسان دوستۍ د هغه تش په نامه چینل څخه چې ډونالډټرمپ حکومت ئې ادعا کوي ، ایران ته ئې د درملو او طبي تجهیزاتو درسولو لپاره جوړ کړی دی ، هیڅ ډول انسان دوستۍ شیانو مبادله نه ده شوې .
-
د افغانستان عامې روغتیاوزیرپه کرونا ویروس ککړ شو
May 08, 2020 00:11په افغانستان کې د کرونا ویروس له خوریدا راهسې تر دې دمه په دغه هیواد کې کابو یو سل پنځوس ډاکټران او نرسان او همداراز کابو څلوریښت خبریالان او رسندوئي فعالان هم په کرونا ویرو س ککړ شوي دي او همداراز په درست افغانستان کې تر پرون نا وخت پورې د ککړو کسانو شمیر هم درې زره څلور سل تنه او د قربانیانو شمیر هم یو سل څلور تنه ښودل شوی دی .
-
طالبان په کونړکې له روغتیایی چارواکوسره دکرونا ویروس په مقابلې کې مرستې کوي
May 07, 2020 12:57یاده سیمه د طالب وسله والو تر واک لاندې ده،خو دوې دخپلو کارکوونکو پر مټ له سیمی څخه دنهه تنو شکمنو د وینې نموني راوړي او دجلال اباد مرکزی لابراتوارته یی د معایناتو او تحقیق لپاره استولي دي . ن
-
په ایران کې په کروناککړ کابو ۸۳ زره کسان ښه شوي دي
May 07, 2020 10:42وروستي راپورونه ښئ چې په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه ډپاسه درې میلیون اته لکه او دیرشو زرو تنو ته رسیدلی چې له دغو کسانو لږ ترلږه دوه لکه پنځه شپیته زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو یو میلیون درې لکه لس زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .
-
امریکا دې د کورونا ویروس په باب پرنورو له تپلو ډډه وکړي
May 07, 2020 08:11امریکائي چارواکو په همداوروستیو کې دکرونا ویروس د خوریدا په باب دځينو خبرو د پټولو په دلیل پر چین نیوکې کړي او مدعي شوي ، چې دغه ویروس دچین په مرکز ووهان ښار کې له یوې لیبارټرۍ بهر وتلی دی .
-
له کرونا سره د مقابلې لپاره نړیواله ملګرتیا ضروري ده
May 07, 2020 03:15د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره هراړخیزه نړیواله ملګرتیا ضروري ده.
-
پاکستان د افغانستاني ښاریزو لپاره د تورخم سرحد پرانسته
May 07, 2020 03:06په تورخم سیمه کښې د افغانستان او پاکستان ترمینځ ترټولو ستره سرحدي لاره د افغان ښاریزو پر مخ خلاصه شوه.
-
د افغانستان حکومت ۵۲ نور طالب زندانیان آزاد کړل
May 07, 2020 01:27د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، له کرونا سره د مبارزې او د صلحې د ټینګښت د هڅو په لړ کې يې ۵۲ تنه طالب زندانیان له بنده خلاص کړي.
-
د ایران استازي له طالب مشرانو سره خبرې اترې وکړې
May 07, 2020 01:15د افغانستان په چارو کښې د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو سره د افغانستان د بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.
-
له ضرورتمنو ملتونو سره به د ايران مرستې دوام ولري
May 06, 2020 09:07د ايران د خارجه وزارت وياند افغانستان، لبنان او جرمني ته د ايران د اسلامي جمهوريت د طبي سامانونو لېږلو ته په اشارې سره وويل: اسلامي ايران به له ضرورتمنو ملتونو سره مرستو ته هم هغه شان دوام ورکړي.