-
افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو په راستنېدو دي
Oct 04, 2025 08:58طالبانو اعلان وکړ چې په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغان کورنۍ افغانستان ته ننوتلي دي.
-
د چین ، ایران، روسیې او د پاکستان خارجه وزیرانو غونډه وکړه
Sep 26, 2025 02:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ، د چین ، د روسیې او د پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو په نیویارک کښې د افغانستان په هکله غونډه وکړه.
-
هرات کې کډوالو ته د ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت لنډمهاله هستوګنځایونه جوړ شوي
Sep 21, 2025 02:26د هرات ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په اسلامقلعه بندر کې د هغو افغان کډوالو لپاره، چې له ایران څخه راستانه شوي، د ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت نوي استوګنځایونه جوړ شوي دي.
-
ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو غوښتنه کړې
Sep 13, 2025 09:16له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د درېیم پړاو له پیل سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له دغه هېواده غوښتي چې د نړیوال خوندیتوب له مخې، د افغانانو د اېستلو بهیر ودروي.
-
کانګو کې د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۹۳کسان مړه شوي
Sep 13, 2025 09:09د کانګو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په شمال کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۹۳ مسافر مړه شوي او لسګونه نور نادرکه دي.
-
پرون له دوه زرو څخه زیاتې کورنۍ افغانستان ته ورستنې شوې
Sep 10, 2025 08:18زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون ۲۲۹۳ افغانې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوي دي.
-
د افغانستان پنځه کسيز پلاوي ایران ته د افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل لپاره سفر کړی
Sep 06, 2025 01:40پارس ټوډې - د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویاند وویل: د افغان کډوالو د هویت تثبیت پورې اړوند ستونزو د حل په موخه، یو پنځه کسيز پلاوی د دې ادارې د ثبت احوال د مرستیال «محمد نبي نصرت» په مشرۍ ایران ته تللی دی.
-
د پاکستان له خوا د افغانانو دوامدارې ویستنې د زلزلې بحران نوره هم زیاتوي
Sep 05, 2025 10:15د ملګرو ملتونو د کډوالو لوړې کمیشنرئ له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د ویستلو بهیر دې لږ تر لږه په موقتي توګه ودروي. دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح شوې، چې افغانستان لا هم د ختیځو سیمو د وروستۍ مرګونې زلزلې له پایلو سره لاس او ګریوان دی.
-
هره ورځ د تورخم له لارې له پاکستان څخه تر دوه زروکډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنېږي
Sep 01, 2025 07:52ننګرهارکې چارواکي وایي، هره ورځ د تورخم له لارې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه تردوه زروکډوالې کورنۍ راستنیږي. چارواکي له مرستندویه ادارواوخیریه بنسټونوغواړي ، چې له راستنو شویوکورنیوسره خپلې مرستې زیاتې کړي.
-
په بلغاریا کې ۲۴ افغان پناه غوښتونکي او د هغوی قاچاقبران نیول شوي
Aug 29, 2025 08:37د بلغاریا پولیسو د ۲۴ افغان پناه غوښتونکو د نیول کېدو خبر ورکړی چې د ترکیې پولې ته څېرمه په یوه لارۍ کې انتقالېدل. چارواکي وایي، دغو کسانو د اروپا نورو هیوادونو ته د تېرېدو لپاره قاچاقبرو ته زرګونه یورو ورکړي وو او د سختې ستړیا ترڅنګ په بد جسمي وضعیت کې ول.