چمن کې بند پاتې افغان کډوال له سختو ستونزو شکایت لري
Oct 25, 2025 12:10 Asia/Kabul
په چمن ښارګوټي کې له ۱۵۰۰ زیاتې افغان کډوالې کورنۍ د پاکستان له لوري د ایستلو وروسته بندې پاتې دي.
د راپورونو له مخې، پاکستان یوازې د سپین بولدک له لارې افغان کډوالو ته د راستنېدو اجازه ورکوي، خو د دې لارې د ګڼهګوڼې له امله هره کورنۍ لږ تر لږه یوه اونۍ وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته را اوړي.
چمن ښارګوټي کې بند پاتې افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي، خو د چمن سیمهییز اوسېدونکي هره ورځ دغو راستنېدونکو ته خواړه، اوبه، درمل او د استوګنې ځایونه برابروي.
ټیګونه