-
په پاکستان کې د مَنکي پوکس ویروس له موندلو وروسته تیارسی اعلان شو
Apr 26, 2023 07:46د پاکستان رسندویو نن د دغه هیواد د روغتیائي وزارت دویندوي له قوله وئيلي دي، چې د مَنکي پوکس ویروس نښې له عربستانه اسلام اباد ته په ورغلو دوو مسافرانو کې پيژندل او تائيد شوې ده. په همدې خاطر ددغه هیواد په ټولو هوائي ډګرونو کې هائي الرټ فرمان صادر شوی دی.
-
په طبس کې د امریکا د رسوا کېدو کلیزه
Apr 25, 2023 11:22نن د ۲۰۲۳ میلادي کال د اپرېل د میاشتې ۲۳ ده چي په ایران باندې د امریکا د فوځي برید د ناکامه کېدو له کلیزې سره سمون خوري.
-
په سوډان کې د صهیونیسټانو وساطت ،د نفوذ لپاره یوه بله پلمه
Apr 25, 2023 10:58په الجزایر کې د سوډان د وخت سفیر عصام عوض متولي، صهیونیسټ رژیم دجنوبی سوډان د جلا کیدا اصلی عامل بللی او وئيلي ئې د ي ،اسرائيل له سوډانه د ډارفور او څو نورو سیمو د جلا کولو نیّت هم درلود،چې البته بریالی نه شو.
-
د همکاریو د هوکړې د لاسلیکلولو لپاره له روسیې څخه جګپورې پلاوی راځي
Apr 25, 2023 10:22د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو د وزیر مرستیال وویل: په تهران کې د تیلو د نړیوال نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې به د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال په مشری یو جګپوری پلاوې برخه واخلي.
-
ایران د پاکستان د تروریزم ضد پولیسو په مرکز باندې د برید غندنه کړې
Apr 25, 2023 10:17په اسلام آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د پاکستان په سوات ښار کې د تروریزم ضد پولیسو په مرکز باندې د ترهګریز برید غندنه کړې او د دې پېښې له قربانیانو سره غمشریکي ښودلې ده.
-
د ایران دفاع وزیر مسکو ته لاړ
Apr 25, 2023 10:11د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر د سوریې او ترکیې تر مینځ د اړیکو د رغولو په څلور اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.
-
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی د امریکا د یواړخیزو اقداماتو غندنه کړې
Apr 25, 2023 10:10په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی له برجام نړیوالې ایټمې موافقې څخه د امریکا یو اړخیز وتل، د ایران په ضد د غیرقانوني بندیزونو لګول او د بندیزونو د رعایتولو لپاره په نورو هیوادونو باندې فشار او د نړیوالې محکمې له فیصلې سره مخالفت د امریکې د یواړخیزو او قهرجنو اقداماتو بیلګې وبللې.
-
هندوستان ته د چین د دفاع وزیر سفر
Apr 25, 2023 10:04د چین دفاع وزیر د نوی ډهلی او بیجینګ تر مینځ د سرحدي لانجو سربېره، د شانګهای د غړو هیوادونو تر مینځ د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره هند ته تللی دی.
-
یهودي ښارګی میشتو د حضرت ابراهیم په حرم باندې یرغل کړي
Apr 25, 2023 09:59یهودي ښارګی میشتو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د حضرت ابراهیم علیه السلام په حرم باندې په یرغل سره، د حرم په دیوالو باندې د صهیونیستانو بیرغونه زړولي دي.
-
په امریکې او کاناډا کې د افغان کډوالو لالهاندي
Apr 25, 2023 09:57په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته، هغه افغان کډوال چي امریکې او کاناډا ته بېول شوي دي لاهم لالهانده دي او د موقتې ویزې په ختمېدو سره، بې برخلیکه پاته شوي دي.