-
برادر: د افغانستان دښمنان دې نور زموږ حوصلې نه ازمايي
Nov 28, 2025 11:18د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، افغانان هېچاته اجازه نه ورکوي چې پر خاوره یې تېری وکړي او هر تېري ته به ځواب ورکړي. برادر دغه خبرې د ملي دفاع وزارت ځانګړو کمانډویي ځواکونو د شپږمې دورې فراغت غونډه کې کړې دي.
-
تاجکستان: د افغانستان له خاورې په ډرون او وسله وال برید کې ۳ چینایان وژل شوي
Nov 28, 2025 11:00د تاجکستان په جنوب ختیځ کې لږ تر لږه درې چینایي کارکوونکي هغه مهال ووژل شول چې د ځايي چارواکو په وینا د یوې بې پېلوټه الوتکې له لوري پرې برید وشو.
-
هند او افغانستان د درملو ۱۰۰ میلیون ډالري موافقه لاسلیک کړه
Nov 28, 2025 10:54د افغانستان- هند د اقتصادي همکاریو په درشل کې، د هند او افغانستان مخکښو درملو جوړوونکو شرکتونو د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړهلیک (MoU) لاسلیک کړی دی.
-
د حلال تجارت پراختیا او اقتصادي ملګرتیا زمونږ لومړیتوب دی
Nov 27, 2025 11:07د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ترکیې د رسمي بلنې په اساس د استانبول د حلال نړیوال نندارتون او نړیوال کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ او څرګنده ئې کړه چې د حلال تجارت پراختیا او د اقتصادي ملګرتیاؤ پیاوړتیا د افغانستان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
-
د پاکستان په سرحدونو او لارو کې د افغانستان له ۶ نه تر ۶.۵ میلیاردو ډالرو واردات بند پاتې دي
Nov 27, 2025 01:55د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د افغان سوداګرو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت سوداګري مالونه په پاکستان کې بند پاتې دي.
-
هندوستان: نوي ډیلي ته د افغانستان د سوداګرۍ د وزیر سفر «ګټور او بریالی» و
Nov 27, 2025 01:32د هند د بهرنيو چارو وزارت پرون وویل چې نوي ډیلي ته د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د وزير نورالدين عزيزي سفر «بریالی او ګټور» و او د سفر پر مهال “ډېرې ښې پايلې” ترلاسه شوې.
-
طالبانو د نشه یي توکو کښت او تولید پرخلاف د بدیل معیشت پنځه کلنه کړنلاره وړاندې کړه
Nov 26, 2025 11:46د چارواکو په وینا په دې کړنلاره کې له کروندو ګرو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې اواسانتیاوې رامنځته کول شامل دي.
-
مسکو کې افغان سفیر د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره کتلي
Nov 26, 2025 08:35په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن “حسن” د شانګهای همکاریو سازمان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي بختیار حکیموف سره کتلي دي.
-
تېره میاشت نږدې ۱۵۰۰ بهرنیو سیلانیانو له افغانستانه لیدنه کړې
Nov 26, 2025 08:29د طالبانو د حکومت د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې په تېره لړم میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره ۷۶۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ کړی دی.
-
افغان نجونې وایی زدهکړې امتیاز نه، بلکې بنسټیز حق مو دی
Nov 26, 2025 04:01له زدهکړو پاتې ځینې نجونې په افغانستان کې د تعلیمي کال له پای ته رسېدو سره هممهاله د نجونو پر زدهکړو له لګېدلي بندیزه اندېښنه ښيي او وايي چې زدهکړې امتیاز نه، بلکې بنسټيز حق یې دی.