-
له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته ۶۰ ښارګوټې ځانګړي شوي
Mar 10, 2025 09:59د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت ویلي چې، له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۶۰ ښارګوټي ځانګړي شوي دي.
-
په تورخم کې د افغان او پاکستاني قومي مشرانو جرګه هم بېپایلې ختمه شوه
Mar 10, 2025 09:53په تورخم کې د افغان او پاکستاني قومي مشرانو جرګه هم بېپایلې ختمه شوې او تورخم لار د شاوخوا دوو اونیو راهیسې لا هم د هر ډول تګ او راتګ لپاره تړلې ده.
-
د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو پر دوه ورځني اوربند موافقه وکړه
Mar 10, 2025 03:41د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، یوه پاکستاني چارواکي وویل، د تورخم دروازه به، چې پاکستان د تیرې میاشتې په پای کې د افغانستان په خوا کې د نوې پوستې د جوړولو پر سر د اختلاف له امله بنده کړه، د خبرو اترو تر راتلونکي پړاو پورې لا هم بنده پاتې شي.
-
طالبانو له عمومي ژونده د ښځو د حذف لپاره تر ۸۰ زیات فرمانونه ورکړي دي
Mar 09, 2025 03:00د بښنې نړیوال سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال پر مهال واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، دې ډلې له عمومي ژونده د ښځو د حذف لپاره تر ۸۰ زیات «ظالمانه او وحشیانه» فرمانونه ورکړي دي.
-
د زده کړو حق د مذاکرې وړ نه دی
Mar 09, 2025 02:55له زده کړو د افغان نجونو له څه باندې درې کاله محرومیت وروسته، د ملګرو ملتونو ښوونیز او کلتوري سازمان(یونسکو) وایي چې د زده کړو حق د مذاکرې وړ نه دی.
-
حامدکرزی وویل ښځو ته باید د پرمختګ او فعال ګډون زمینه برابره شي
Mar 08, 2025 12:39د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پېغام کې ویلي، د ښځو لپاره باید د پرمختګ او فعاله ګډون زمینه برابره شي.
-
یوناما په افغان ښځو او نجونو باندې پر پانګونې ټینګار وکړ
Mar 08, 2025 09:30په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر افغان ښځو او نجونو د پانګونې غوښتنه کړې ده.
-
په تورخم کې د جګړې له امله ۸ سوه کورنۍ بې ځایه شوي
Mar 07, 2025 11:03د تورخم لویه لار نن د څوارلسمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې، بلخوا سیمه ایز چاواکي بیا وایي چې، د پاکستان لخوا د توغول شویو توغندیو د لګېدو له امله په سیمه کې ۸ سوه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
-
د افغانستان د فراه ولایت ملي ټلویزیون پر راډیو بدل شو
Mar 07, 2025 10:28د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي چې په فراه کې د طالبانو امر باالمعروف او نهي عنالمنکر بنسټ د فشارونو له امله د دغه ولایت ملي ټلویزیون پر راډیو بدل شوی دی.
-
ملګري ملتونه: نږدې ۲۰۰ افغان ملکي وګړي په امنیتي پېښو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي
Mar 07, 2025 02:17د ملګرو ملتونو دفتر اعلان وکړ: په تېرو دریو میاشتو کې شاوخوا ۲۰۰ افغان ملکي وګړي په افغانستان کې په امنیتي پېښو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.