له پاکستان څخه د افغانستان لس لکه کډوال ستانه شوي
(last modified Sun, 04 May 2025 00:49:44 GMT )
May 04, 2025 05:19 Asia/Kabul
  • له پاکستان څخه د افغانستان لس لکه کډوال ستانه شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ په تیرو اتلسو میاشتو کښې له پاکستان څخه د کابو لس لکه افغان مهاجرینو د ایستلو خبر ورکړ.

د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ په  خپل نوي راپور کښې چې په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو کښې یې خپور کړی دی وویل په تیرو اتلسو میاشتو کښې له پاکستان څخه د افغانستان کابو یو میلیون مهاجرین ایستل شوي دي.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې یوازې د روان میلادي کال په تیري اپریل میاشت کښې له پاکستان څخه یولک پینځه څلویښت زره افغان کډوال ایستل شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ زیاته کړه د افغانستان مهاجرین خپل هیواد ته له ستنیدا وروسته په کیمپونو کښې له سترو چیلنجونو سره مخامخ کیږي په دې ډول چې حتی څلور کورنۍ په یوې خیمې کښې وسیږي.

دغه راپور زیاتوي هره ورځ له څلورو تر شپږ زرو پورې افغان کډوال خپل هیواد ته ورځي او د بیرته ستنیدا دغه څپې په خوراکي سرچینو او په روغتیايي خدماتو باندې زیات دباو راوستی دی.

مخکې هم نړیوالو موسسو افغانستان ته د ستنیدونکيو کډوالو په حالت د غور کولو لپاره د یواویا میلیونه ډالرو بودجې غوښتنه کړي وه او د افغانستان سرپرست حکومت د بیرته ستنیدونکو کډوالو په حالت باندې د غور کولو لپاره د ملګروملتونو د مرستو د زیاتولو غوښتنه کړي ده.