-
شهید سید حسن نصر الله په دنیا کښې یو کاریزماټیک شخصیت و
Feb 25, 2025 00:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان یوه سیاسي کارپیژاندي «محمد اکرم عارفي» د لبنان د حزب الله د ارواښاد مشر د جنازې مراسمو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ شهید سید حسن نصر الله د دنیا په سویه د یوه محبوب او کاریزماټیک شخصیت په توګه وپیژندل شو.
-
له ازبکستان سره د حیرتان - هرات د ریل پټلۍ په اړه هوکړې ته رسېدلي یو
Feb 24, 2025 02:51د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي د حیرتان – هرات د ریل پټلۍ د رغولو په اړه له ازبکستان سره هوکړې ته رسېدلی دی.
-
هلمند کې پر ۲۴۰ جریبه ځمکه مېوه لرونکي بڼونه جوړېږي
Feb 24, 2025 02:39د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په موسی قلعه، سنګین، کجکي، او نوزاد ولسوالیو کې پر ۲۴۰ جریبه ځمکه د مېوه لرونکو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
-
له کندهاره د ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت وچه میوه بهر ته صادره شوې
Feb 24, 2025 02:28د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، سږ کال له دې ولایت څخه د ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت وچه میوه بهر ته صادره شوې ده.
-
عبدالغني برادر په تاشکند کې له افغان پانګوالو سره کتنه وکړه
Feb 23, 2025 11:06هغه نن ادعا کړې چې له لسېزو جګړو وروسته، افغانستان اوس له بشپړ امنیته برخمن دی او د اقتصادي ودې او پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
-
د پاکستان او د افغانستان ترمنځ سرحدي شخړه شوي ده
Feb 23, 2025 01:23زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان او د افغانستان سرحدي ځواکونه په دوو سرحدي سیمو کونړ او ننګرهار کښې له یوبل سره ښکیل شوي دي.
-
د پاکستان لخوا د تورخم لویه لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې
Feb 22, 2025 12:33تورخم بندر کې د سرپرست حکومت کمیشنر عبدالجبار حکمت نن وویل چې پاکستان تېر ماښام د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله
-
کاناډا او ازبکستان د افغانستان په اړه خبري کړي
Feb 21, 2025 10:59د افغانستان لپاره د ازبکستان ځآنګړي استازي اسماعیل ایرګاشف او په تاشکند کې د کاناډا هېواد سفیر کریستوفرداګن د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي.
-
یو افغان سوداګر په کابل کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت طبي ښارګوټی جوړوي
Feb 21, 2025 03:50د افغانستان لوی پانګوال او د عزیزي بانک مالک میرویس عزیزي اعلان کړی چې د کابل په اتمه ناحیه کې به د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو طبي ښارګوټی جوړ کړي.
-
په زابل کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي
Feb 21, 2025 03:45په زابل کې د طالبانو سیمه ایز چارواک ویلي چې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د یوه باروړونکي ټیلر او کوچني موټر ترمنځ د ټکر له امله ۷ تنه مړه شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.