طالبان غواړي افغان کډوال منظم کړي
طالبان وايي چې د افغان کډوالو د تنظیم لپاره یو جامع پلان جوړوي
د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، د طالبانو د لنډمهاله حکومت د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف نظري، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پروسې ته په اشارې سره وویل چې "حکومت هڅه کوي د راستنیدونکو وضعیت ته د رسیدو لپاره یو جامع پلان جوړ کړي."
ډان ورځپاڼه لیکي چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهیسې، له ۸۶۰ زرو څخه زیات افغان وګړي د پاکستان له خاورې څخه وتلي دي.
د کډوالو د تنظیم لپاره باید یوه ځانګړې کمیټه جوړه شي، او د سرپناه، تعلیم او کارموندنې په برخو کې اړین اقدامات په اجنډا کې دي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنیدل په دوو مرحلو کې ترسره شول؛ په لومړي پړاو کې، بې اسناده افغانان په زوره وایستې شول.
په دوهم پړاو کې، چې په دې وروستیو کې پیل شوی، قانوني کډوال ایستل کیږي.
له دې مخکښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د "غیرقانوني کډوالو" ایستل د پاکستان قانوني حق دی.