د پاکستان له زندانونو ۱۷۵ افغانان را خوشې شول
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې ۱۷۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شول.
د کډوالو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ افغانستان ته ستانه شوي او د پاکستان په زندانونو کې له یوې تر درېیو ورځو بندیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په جبري توګه د افغانان د راستنولو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې شاوخوا ۵۰ افغانان را باسلي دي.
او بل خبر دا چې:
د طالبانو د ټولګټو چارو وزیر په افغانستان کې د قزاقستان د سفارت له کاردار سره په لیدنه کې په سوداګریزو، اقتصادي او ترانسپورټي موضوعاتو خبرې اترې کړي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت څخه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د دغه وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني، په کابل کې د قزاقستان د سفارت له کاردار ګازیز اکباسوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه د خبرو اترو ترڅنګ، افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد، له افغانستان څخه د دغو توکو د صادراتو زیاتوالی، د قزاقستاني شرکتونو له خوا په زیربنايي پروژو، په ځانګړې توګه د اورګاډي په برخه کې پانګونې موضوعاتو په اړه خبرې اترې کړي.
اعلامیه وایي، دواړو خواوو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او همدارنګه د زیربنايي پروژو په برخه کې پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.