-
ایران د یمن په هوايي ډګر د صهیونیسټ رژیم بریدونه په کلکه وغندل
May 29, 2025 01:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د یمن د صنعا په هوايي ډګر د صهیونیسټ رژیم هوايي حملې او د یمن د هوايي چلند د یوې مسافر وړونکي الوتکې تباه کول د صهیونیسټ رژیم د ظلم او د یمن او د سیمې له مسلمانو خلکو سره د اسرائیلو د د دښمنۍ بله نښه وبلله او هغه یې په کلکه وغندله.
-
د یمن پوځ په اسرائیلو د سختې حملې ګواښ وکړ
May 29, 2025 01:34ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د صنعا د نړیوال هوايي ډګر د کتنې په وخت صهیونیسټ رژیم ته په خطاب کښې وویل زمونږ راتلونکي بریدونه به دردونکي وي او یمن به هیڅکله د فلسطین د غزې تړانګې د کلابندۍ د ختمیدا او د تیریو د بندولو تر وخت پورې د غزې تړانګې له خلکو سره د ملګرتیا کولو لپاره له خپلې فیصلې شاتګ ونکړي.
-
اسلامي ایران او عمان هیواد په سیمه ئیزو او نړیوالو غږملتیاو ټینګار وکړ
May 29, 2025 01:18زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران اسلامي جمهوریت او عمان هیواد مسقط ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر په پاې کښې په ګډې بیانیې کښې د دوو وروڼو ملتونو په پیاوړو او تاریخي پیوندونو ، دوه اړخیزه پایداره ملګرتیاو، د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمینځ په متقابل احترام او په ټولو زمینو کښې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
-
ایران به هیڅکله د یورانیمو د نه پخولو خبره ونه مني
May 29, 2025 00:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل په هیواد کښې د یورانیمو د پخولو د دوام له اصل سره هر ډول توپیر لرونکی وړاندیز به زمونږ لخوا د منلو وړ نه وي.
-
د یورانیمو د پخولو په موضوع کښې له چا سره ټوکه نلرو
May 28, 2025 12:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل که چیرې د اروپايي هیوادونو دریځ د ایران لخوا د یورانیمو د پخولو صفر ته رسول وي نو واقعا نور د اټومي موضوع په هکله له هغوې سره هیڅ صحبت نلرو.
-
باید والیانو ته د ولایتونو د هراړخیزه مدیرانو په توګه اختیارات ورکړل شي
May 28, 2025 11:58ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي والیان د ولایتونو د ټولو چارو مسوول وبلل
-
د ایران او د عمان تجارت به دیرشو میلیارډو ډالرو ته ورسیږي
May 28, 2025 11:30زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په مسقط کښې د عمان او د ایران د اقتصادي فعالانو په ګډه غونډه کښې وویل د اقتصادي ، د ټولنیزو ، د کلتوري ، د سیاسي او د امنیتي برخو په شمول په ټولو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پراخولو لپاره ضروري زمینې برابرې دي او د تهران او د مسقط د اقتصادي مبادلاتو اندازه له شلو تر دیرشو میلیارډو پورې رسیدلی شي.
-
ایران باید په پریکنده توګه د یورانیمو د پخولو صنعت ولري
May 28, 2025 11:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې له ایران څخه د یورانیمو د پخولو د امکان اخیستل یعني د اټومي صنعت په کامل ډول له مینځه وړل دي
-
په خبرو کښې د ایران د یورانیمو د پخولو د حق منل مهم اصل دی
May 28, 2025 10:04ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ایران او د امریکا د نیغ په نیغه خبرو نتیجې ته په رسیدا باندې د هیلې په څرګندولو سره وویل له اټومي پروګرام څخه د ایران د سوله ئیزې استفادې په چوکاټ کښې د تهران د یورانیمو د پخولو د حق منل کلیدي اصل دی.
-
یوه سیاسي شناند د عربو هیوادونو په دریځ سخته نیوکه وکړه
May 28, 2025 09:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سیاسي چارو شناند «توفیق طعمه» په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ نیواکګرانو له جنایتونو سره د امریکا غږملتیا ته په اشارې سره په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د جنایتونو په باره کښې د عربي نړۍ په منفعالانه دریځ سخته نیوکه وکړه.