-
د ایران پوځ ته ۱۰۰۰ ستراتېژیکې او د استحکاماتو ضد ډرون الوتکې ورکړل شوې
Jan 14, 2025 11:12د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له جنګي سازمان سره ۱۰۰۰ ستراتیژیکې، پټوونکې او د استحکاماتو ضد بې پیلوټه الوتکې شاملې شوې، چې په دې ډله کې درې ډوله بې پیلوټه الوتکې شتون لري.
-
د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پیلولو موافقه شوې
Jan 14, 2025 10:42د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي چارو مرستیال له درېیو اروپايي هېوادونو سره د بندیزونو د لیرې کولو په اړه د خبرو د بیا پیلولو د موافقې خبر ورکړ.
-
پر غزې په جنګ کې د صهیونیسټي رژیم ۸۴۰ پوځیان په هلاکت رسېدلي
Jan 14, 2025 10:19د صهیونیسټي رژيم د پوځ راډیو د غزې په جګړه کې د دغه رژیم د پوځیانو د وروستۍ تلفاتو په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نېټې څخه د دغې جګړې له پیله تر اوسه د صهیونیسټي رژیم د مختلفو قطعاتو ۸۴۰ پوځیان په غزه کې وژل شوي دي.
-
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستل زما د بهرني سیاست تاریخي بریا ده
Jan 14, 2025 09:46د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو څخه دفاع وکړه او دا یې د خپل بهرني سیاست تاریخي بریا وبلله.
-
د بریتانیا لومړی وزیر د امریکا په انتخاباتو کښې په لاس لرلو تورن شوی
Jan 14, 2025 02:48مهر خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د نوي حکومت د بهره ورۍ یعني د پراډکټیوټي وزیر «ایلان مسک »چې یو مشهور میلیارډر هم دی ټینګار وکړ د انګلستان لومړي وزیر کیر اسټارمر د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د لاسوهنې اراده لرله.
-
د فلسطین په غزې تړانګه کښې نن د اوربند د اعلانیدا امکان شته
Jan 14, 2025 02:24ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د صهیونیسټ رژیم رسنیو وویل چې نن غرمه د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اوربند ټینګیدل اعلانیږي.
-
جرمني باید تجهیزات اوکراین ته نه بلکې امریکا ته واستوي
Jan 14, 2025 02:04ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» اوکراین ته د «ار سي ایچ یوسل پینځه پنځوس کلاس» جرمني هویټزرونو د استولو په هکله وویل ښه خبره دا ده چې دغه تجهیزات له اور سره د مقابلې لپاره امریکا ته ورکړي.
-
د اسرائیلو مخ ته یوازنۍ لاره په غزې تړانګه کښې د جنګ بندول دي
Jan 14, 2025 01:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي« حزام الاسد» د فلسطین په غزې تړانګې باندې د حملو بندول او د غزې د کلابندۍ ختمول د یمن د وسله والو ځواکونو له حملو څخه د صهیونیسټانو د خلاصون یوازنۍ لاره وبلله.
-
نواف سلام د لبنان د نوي لومړي وزیر په توګه انتخاب شو
Jan 14, 2025 01:41ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «نواف سلام» د لبنان د پارلمان د اکثرو رایو په ترلاسه کولو سره د نوي لومړي وزیر په توګه انتخاب شو.
-
سعودي عربستان د یورانیمو د پخولو او خرڅولو اراده لري
Jan 14, 2025 01:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «میډل ایسټ مانیټور» سایټ د سعودي عربستان د انرژۍ د وزیر «شاهزاده عبدالعزیز بن سلمان» په قول وویل ریاض د یورانیمو د پخولو او د هغه د خرڅولو نیت لري