پزشکیان د ایران د دفاعي او فضايي وړتیاوو په اړه څه ویلي؟
(last modified Sun, 02 Feb 2025 07:48:25 GMT )
Feb 02, 2025 12:18 Asia/Kabul
  • پزشکیان د ایران د دفاعي او فضايي وړتیاوو په اړه څه ویلي؟

پارس ټوډې - د ایران ولسمشر وویل: د ایران د دفاعي توان او فضايي ټکنالوژۍ پراختیا پر کوم ځای د جنګ او حملې لپاره نه ده بلکې د مخنیوي لپاره ده او دا چې هېڅ هېواد د ایران په خاورې باندې د تیري جرئت ونه لري.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نن د ایران د فضایي ټکنالوژۍ د ملي ورځې په مناسبت د دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو د ملاتړ له وروستیو دفاعي او فضایي لاسته راوړنو څخه د کتنې په ترڅ کې ټینګار وکړ: هغه څه چې نن سبا د دفاعي او فضایي لاسته راوړنو څخه وینو، د ایراني ځوانانو او مسلکي کسانو د ځواک، نوښت او خلاقیت ښودنه کوي او د خلکو لپاره د ویاړ سرچینه ده.

پزشکیان وویل: په یو وخت کې دښمنانو کولای شو چې پر ایران یرغل وکړي، خو نن سبا د ایراني ځوانانو، کارپوهانو او متخصصینو په هلوځلو  او د لوړ پوځي او دفاعي ځواک په ترلاسه کولو سره، اوس حتی د ایران پر خاورې باندې د یرغل فکر هم نه شي کولای.

د ایران ولسمشر دې ته په اشارې سره چې هڅه مو کړې د ځوانو جهادي شخصیتونو، ساینس پوهانو او خلاقو کسانو په شتون سره ورځ په ورځ خپل دفاعي ځواک ته پراختیا ورکړو زیاته کړه: دغه پرمختګ به دوام ولري او ایران به د هغو هېوادونو په کتار کې وي، چې د ځمکې له فضا څخه بهر الوتنې ترسره کړي دا د ایران علمي ځواک څرګندوي.

د سلواغې ۱۴مه د فضايي ټکنالوژۍ ملي ورځ او د "امید" په نوم فضا ته د ایران د لومړنۍ سپوږمکۍ د استولو کلیزه ده.  د فضايي ټکنالوژۍ د ملي ورځې مراسم نن یکشنبه د فبرورۍ په دویمه نېټه، د ایران د فضايي څېړنو په انستیتوت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان په حضور سره پیل شول.