-
په سوریې کښې بې ثباتۍ د ایران او د هیڅ هیواد په ګټه نه ده
Dec 31, 2024 01:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عمان د باندنیو چارو له وزیر سید بدر البوسعیدي سره په کتنه کښې وویل: په سوریې کښې بې ثباتۍ او ګډوډۍ د ایران او د سیمې د هیڅ هیواد په ګټه نه ده.
-
له هریرود سیند څخه یواړخیزه ګټه پورته کول د عرفي حقوقو خلاف ورزۍ ده
Dec 31, 2024 01:40زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اوبو د صنعت ویاند «عیسی بزرګ زاده» له «هریرود» سیند څخه یواړخیزه ګټه پورته کول د عرفي حقوقو خلاف ورزۍ وبلله او ویې ویل: د افغانستان د لوري د دغه یواړخیزه اقدام اغیزې به د څو میلیونو خلکو روغتیا او د څښاک د اوبو تامینول اغیزمن کړي.
-
د ایران ولسمشر د نړۍ خلکو او مشرانو ته د نوي کال مبارکي ورکړه
Dec 31, 2024 01:26زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هغو هیوادونو مشرانو او خلکو ته چې د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې او د نوي میلادي کال جشن لمانځي پیغامونو کښې د دغه نیکمرغه زوکړې او د نوي میلادي کال مبارکي ورکړه.
-
په قم المقدس کې د اسلام د شهیدانو په یاد کې ولولناکې دستورې جوړې شوې
Dec 30, 2024 08:33په دغو دستورو کې چې په زرګونو کسانو پکې ګډون درلود او زیاتره ئې بهرنیان ؤؤ پخپلو ویناؤ کې د شهیدانو عظمت او ځانګړنې بیان کړې.
-
روسیې د اوکراین حملې په شا تمبولې او سلګونو پوځیان یې وروژلي دي
Dec 30, 2024 02:04نووستي خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې دفاع وزارت په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د ماسکو د ځانګړیو عملیاتو په بهیر کښې د اوکراین د نهه سوه پوځیانو د وژل کیدا خبر ورکړ.
-
د سوریې حالات د ایران او د روسیې په سټراټیژیکې موافقې اغیز نلري
Dec 30, 2024 01:55اسپونتیک خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» وویل د سوریې اوسني شرایط به د ماسکو او د تهران ترمینځ د سټراټيیک مشارکت په موافقې کښې هیڅ بدلون رامینځته نکړي.
-
د اسرائیلو پوځ د خپلو څلویښتو پوځیانو هلاک کیدل تائید کړل
Dec 30, 2024 01:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د پوځ راډیو وویل په غزې تړانګه کښې په وروستیو عملیاتو کښې څلویښت پوځیان وژل شوي دي.
-
د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر په سل کلنۍ کښې مړ شو
Dec 30, 2024 01:35زمونږ خبریال راپور راکړی د «کارټر» مرکز وویل چې د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر پرون له ځايي وخت سره سم د مازیګر پاو کم څلور بجی د جارجیا ایالت په پلینز ښار کښې په خپل کور کښې مړ شو.
-
په غزې کښې د اوربند خبرې د اسرائیلو په کارړنګونې سره له مینځه ځي
Dec 30, 2024 01:04ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مصر سرچینو په غزې تړانګه کښې د اوربند په خبرو کښې د صهیونیسټ رژيم کارړنګونو ته په اشارې سره د اسرائیلو د زیل په دلیل د دغو خبرو اترو د دړې وړې کیدا د احتمال خبر ورکړ.
-
صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې په یوه بل روغتون باندې هم بمبارې وکړې
Dec 30, 2024 00:48ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین رسنیو د صهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو لخوا په غزې ښار کښې په یوه بل روغتون باندې د حملې خبر ورکړ.