د امریکا په لاس انجلس کښې سخت اور اوس هم دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156282-د_امریکا_په_لاس_انجلس_کښې_سخت_اور_اوس_هم_دوام_لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په لاس انجلس سیمه کښې حاضردمه کابو پینځه دیرش زره کورونه او کار کسبونه او کارخانې بریښنا نلري.
(last modified 2025-01-13T00:53:53+00:00 )
Jan 13, 2025 05:07 Asia/Kabul
  • د امریکا په لاس انجلس کښې سخت اور اوس هم دوام لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په لاس انجلس سیمه کښې حاضردمه کابو پینځه دیرش زره کورونه او کار کسبونه او کارخانې بریښنا نلري.

له اور سره د مبارزې په تیرو پینځو ورځو کښې د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس سیمه کښې تراوسه له شپاړسو څخه زیات کسان وژل شوي او دیارلس نور بې درکه دي او زرګونو ودانۍ او کورونه هم خاورې ایرې شوي دي.

تراوسه د لاس انجلس په لویدیځ او شمال کښې په  پلیسډز، ایټون ، کنث، هورسټ او  لیډیا  پینځو سیمو کښې د اور له کبله څلویښت زره هیکټاره ځمکه سوځیدلي ده.

دغه راز دولس زره ودانۍ چې پکښې د فیلمونو د مشهورو لوبغاړو او کسانو ګڼ شمیر کورونه هم  شامل دي سوځیدلي دي.

کابو شپږ اورونه چې دوه یې ډیر ستر دي حاضردمه د امریکا د حکومتي چارواکو د اندیښنې سبب شوي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په کالیفورنیا ایالت کښې بیړنی حالت علان کړی او حکومتي چارواکي اندیښمن دي چې د اب وهوا د شرایطو په نور خرابیدا سره په راتلونکو دوه اویا ساعتونو کښې اور نور هم زیات شي.

وروستۍ شمیرنې وايي چې د کالیفورنیا د ایس سي ټي شرکت کابو شل زره  ګاهکان اوس هم بریښنا نلري او دغه راز د لاس انجلس سیمې د اوبو او د بریښنا ادارې کابو شپاړس زره ګاهکان هم بریښنا نلري.

د امریکا حکومت تراوسه ډیره هڅه کړي ده چې اور مړ کړي خو ناکامه شوی دی او د امریکا په لاس انجلس سیمه کښې ډیرو خلکو له کورونو غلاګانې کړي دي او سامانونه یې چورتالان کړي دي.

د امریکا حکومت د لاس انجلس په ډیرو سیمو کښې  ګرځبندیز اعلان کړی دی چې د خلکو د کورونو د سامانو د غلا مخه ونیسي.