-
بریکس ډله د اطلاعاتو د بهیر د بدلولو لپاره باید خبري اژانس جوړ کړي
Nov 04, 2025 07:13زمونږ خبریال راپور راکړی د فرانسې یوه خبریال «دیمیتري کوشکو»په دې سربیره چې په ایران باندې د دولس ورځني تپلي جنګ په شمول په دنیا کښې د اطلاعاتو د رسولو اکثره بهیرونه یې یو اړخیزه او ناعادلانه وبلل د بریکس ډلې غړیو هیوادونو ته وړاندیز وکړ چې د دغه بهیر د بدلولو لپاره ګډ خبري اژانس جوړ کړي.
-
په ترکیه کې د غزې په اړه اووه اسلامي او عربي هیوادونه غونډه کوي
Nov 04, 2025 03:46د اوو عربي او اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي د غزې په اړه د بحث لپاره د ترکیې په استانبول کې راټول شوي وو.
-
له چین سره د نښلېدو په هدف د ایران او افغانستان د رېلپټلۍ د همکاریو پراختیا
Nov 03, 2025 11:41ایران او افغانستان د اقتصادي همکاریو د پراخولو په موخه، د ګډ رېلپټلۍ د مسیر د جوړولو طرحه د چین د نښلېدو لپاره په خپلو کارونو کې شامله کړې ده.
-
اسرائیلو په غزې او لویدیځې غاړې بیا یرغلونه وکړل
Nov 03, 2025 03:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو نیواکګر رژيم په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې باندې بیا یرغلونه وکړل او څو فلسطینیان یې شهیدان او ژوبل کړي دي.
-
په سیمه کښې زرنور پوځي عملیات ترسره کیدونکي دي
Nov 03, 2025 01:44ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق دفاع وزیر «ثابت العباسي» د امریکا له جنګ وزیر پیټ هګسیت(Pete Hegseth) سره د خپلو ټيلي فوني خبرو په اړه وویل پیټ هګست ما ته اطلاع راکړي ده چې په سیمه کښې زر پوځي عملیات ترسره کیدونکي دي او دا د عراق خلکو ته زما اخري خبرداری دی چې د عراق وسله والې ډلې باید دغو پوځي عملیاتو ته هیڅ غبرګون ونه ښيي.
-
د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونه له الفاشر ښار څخه د ملکي وګړو د وتلو مخه نیسي
Nov 03, 2025 01:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوډان د ډاکټرانو چینل وویل د چټک ملاتړ ځواکونو په الفاشر ښار باندې له کنټرول وروسته هماغه راز د ښار دننه زرګونو ملکي وګړي نیولي دي او نورو سیمو ته د هغوې د تلو مخه نیسي.
-
د فرانسې سیاسي بې ثباتۍ سرزوری ښي پال ګوند لا پسې محبوب کړ
Nov 03, 2025 01:07ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د نویو نظر پوښتنو نتیجې د فرانسې د وروستیو سیاسي بې ثباتیو په سیوري کښې د دغه هیواد د ښي پالي سرزوري ګوند د محبوبیت د زیاتیدا ښودنه کوي.
-
امریکا د روسیې له «بروستنیک» توغندیو سره د مقابلې وس نلري
Nov 03, 2025 00:58ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای یوه پخواني افسر او د ملګروملتونو پخواني پلټونکي «اسکاټ ریټر»وویل امریکا داسې توغندوي دفاع سیسټم نه لري چې وکولای شي د روسیې له بوروستینک(Burevestnik) توغندوي حملو سره مقابله وکړي.
-
چین په ډیرو موردونو کښې د امریکا د نه اعتماد وړ شریک دی
Nov 03, 2025 00:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د خزانې وزیر «اسکاټ بسنټ» په داسې حال کښې چې په جنوبي کوریا کښې د چین د ولسمشر شي جین پینګ او د امریکا د ولسمشر ټرامپ د کتنې او د تجارتي موافقې څو ورځې تیریږي د پیکینګ په اقتصادي کړچار باندې نیوکې سره وویل د دنیا دوهم اقتصادي قدرت په ډیرو موردونو کښې د نه اعتماد وړ شریک دی.
-
په ترکیې کښې نن د فلسطین د غزې په هکله غونډه کیږي
Nov 03, 2025 00:03زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې په استنبول ښار کښې نن د فلسطین د غزې تړانګې په باره کښې یوه غونډه جوړیږي چې کوربه توب یې د دغه هیواد خارجه وزیر هاکان فیدان کوي.