-
غزې ته رسیدلي مرستې د دغه سیمې ضرورتونه نه پوره کوي
Oct 27, 2025 00:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د ولسي موسسو مدیر «امجد الشوا» وویل غزې تړانګې ته د بشر دوستانه مرستول ورتلل په دغه سیمه کښې د اوربند له اعلان راهسې د هیڅ د پام وړ بدلون ښودنه نه کوي او دغه مرستې د سیمې د خلکو ضرورتونه نه پوره کوي او صهیونیسټ نیواکګرانو هماغه راز د غزې له شپږو سرحدي لارو څخه څلور سرحدي لارې تړلي ساتلي دي.
-
د موافقې په خلاف ورزۍ د حماس تورنول له دباونو د تښتیدا لپاره د نتانیاهو یوازنۍ لاره ده
Oct 27, 2025 00:40ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم یوه شناند «ران ادلیست» وویل امریکا په غزې تړانګه کښې د جنګ د له سره پیلولو لپاره د یوه فرصت د ترلاسه کولو لپاره د لومړي وزیر نتانیاهو انګیزې درک کوي
-
د امریکا امازون شرکت د غزې پرضد عملیاتو کښې له اسرائیلو رژیم سره ملګرتیا کړې
Oct 27, 2025 00:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د اینټرسیپت(intercept) مجلې اینټرنیټ پاڼې د هغو پراخو تحیقاتو نیتجې خپرې کړې چې ښودنه کوي امازون شرکت د اسرائیلو د وسلو شرکتونو ته د کامپیوټري خدماتو په وړاندې کولو کښې رول لرلی دی له کومو چې په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د پوځي عملیاتو په چوکاټ کښې استفاده شوي ده.
-
له غزې ملاتړ یو سم اقدام و/امام خامنه اي په هراړخیز ډول د مقاومت ملاتړ وکړ
Oct 27, 2025 00:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله مشر شیخ نعیم قاسم په یوې وینا کښې ټینګار وکړ چې د فلسطین په غزې تړانګه کښې له مقاومت څخه ملاتړ یو سم او پرځاې اقدام او فیصله وه.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د اسرائیلو جنایتونو بې سزا پاتې کېدل باید پای ته ورسېږي
Oct 25, 2025 12:07پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فلسطین په اړه د نړیوالې محکمې وروستي مشورتي نظر ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې اسرائیلي رژیم د نړیوالو بشري حقونو تر ټولو لوی سرغړوونکی دی او د دې رژیم بې سزا پاتې کېدل باید ودرول شي.
-
آژانس ته د ایران، روسیې او چین ګډ لیک؛ د اټومي تړون پورې اړوند راپور ورکولو او د ۲۲۳۱ پرېکړهلیک اتومات پایته رسېدل
Oct 25, 2025 11:58پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د ایران، روسیې او چین د دایمي استازو له خوا د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر ته د ګډ لیک د لېږلو خبر ورکړ؛ هغه لیک چې پکې د درېیو اروپایي هېوادونو له خوا د غیرقانوني سنپبک فعالولو اقدام او د ۲۲۳۱ پرېکړهلیک د اکتوبر ۱۸مې نېټې څخه پایته رسېدل اعلان شوي دي.
-
مادورو د امریکا ولسمشر ته: له ونزوئلا سره د احمقانه جګړې په لټه کې مه اوسئ
Oct 25, 2025 09:34پارس ټوډې - د امریکا د ډېرېدونکو ګواښونو او په لاتینې امریکا کې د پوځي حرکتونو د زیاتوالي په تعقیب، د ونزوئلا ولسمشر د امریکا ولسمشر ته خبرداری ورکړ چې د کاراکاس پر ضد پوځي بلاغوښتنې څخه ډډه وکړي.
-
امریکا پر ونزوئلا باندې د پوځي برید پلان څېړي
Oct 25, 2025 09:22پارس ټوډې - سيانان شبکې د درېیو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر پر ونزوئلا باندې د پوځي برید لپاره پلانونه څېړي.
-
آنروا په غزه کې د بشري مرستو پر کموالي نیوکه وکړه
Oct 25, 2025 09:14پارس ټوډې - د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې رسولو او کار موندنې ادارې (آنروا) اعلان وکړ چې غزې ته داخل شوې بشري مرستو کچه، د اوربند په هوکړه کې د ټاکل شوي مقدار څخه ډېره کم ده او د دې سیمې د اوسېدونکو وضعیت لا هم بحراني دی.
-
د ایران له ملت سره د ډونالډ ټرامپ د دوستۍ ادعا ښکاره دروغ دي
Oct 24, 2025 11:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه خطیب «سید احمد خاتمي» د ایران له خلکو سره د امریکا د ولسمشر ټرامپ د دوستۍ ادعا ښکاره دروغ وبلل او ویې ویل