-
خارجي جاسوسۍ ادارو د ایران د کورني جنګ پلان جوړ کړی
Nov 18, 2022 00:35زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ: د خارجي هیوادونو جاسوسۍ ادارو د ایران د ویشلو او د کورني جنګ لپاره پلانونه جوړ کړي دي.
-
بریتانیا له سختې اقتصادي ځوړتیا سره مخ ده
Nov 18, 2022 02:37ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا د مالیې وزیر جیرمي هانټ د دغه هیواد د مرکزي بانک له مشر وروسته پارلمان ته د انګلستان د راتلونکي کال د بودجې د وړاندې کولو په وخت د خپل هیواد اقتصادي حالت ځورتیا لرونکی وباله.
-
د ایران پانګوالو او د طالبانو چارواکو خبرې وکړې
Nov 18, 2022 01:50زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت پانګوالو او د طالبانو د حکومت د انرژۍ او د اوبو د وزارت پلاوي په یوې غونډې کښې د دوه اړخیزه ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ.
-
دوښمن د ایران د له مینځه وړلو هڅه کوي
Nov 18, 2022 01:12زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ په چارو کښې د وسله والو ځواکونو د قومندنۍ سلاکار امیر حاتمي ټینګار وکړ: دوښمن غواړي نه یوازې جمهوري اسلامي بلکې ایران هم نه وي.
-
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس هدفونه به محقق نشي
Nov 18, 2022 01:02زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر محسن نذیري اصل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران ضد پریکړه لیک رد شوی وباله او ویې ویل: د دغه ایران ضده پریکړه لیک د بنسټګرانو سیاسي هدفونه به محقق نشي.
-
د اټومي اژانس پریکړه لیک په ایران د سیاسي دباو لپاره دی
Nov 18, 2022 00:49ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو اقدام ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ؛ د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنۍ شورا کښې تصویب شوی پریکړه لیک په ایران باندې د سیاسي دباو د راوستلو په هدف سره دی.
-
اسلامي ایران د امریکا ناسمه ادعا په کلکه رد کړه
Nov 18, 2022 00:26فارس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي نمایندګۍ له ایران څخه یمن ته د توغندیو د استول کیدا په هکله په سیمه کښې د امریکا د پینځمې جنګي بیړۍ د ویاند ادعا دروغ وبلله.
-
اقتصادي زیانونه، په ایران کښې د وروستیو ناقراریو بل اړخ
Nov 17, 2022 12:14د ایران په ځینو ښارونو کښې وروستیو ناقراریو او شخړو چې د دښمنانو په لارښوونه یې دوام موندلی، پر سیاسي او ټولنیزو تاثیراتو سربیره د پام وړ اقتصادي پایلې هم په ځان پسې لرلې دي.
-
امریکا د بندیزونو د لیري کېدو د مذاکراتو د نه پایلې لامل ده
Nov 17, 2022 11:14په ویانا کې د نړیوالو اداراتو لپاره د ایران استازې امریکا د ایټمې بندیزونو د لیرې کېدو د مذاکراتو د بندون لامل وباله.
-
په ملګرو ملتونو کې د ایران ضد پریکړه لیک صادرېدو ته د خارجه وزارت غبرګون
Nov 17, 2022 11:10د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د دریمې کمیټې له لورې د ایران ضد پریکړه لیک تصویبېدا، د کاناډا او ځینو لوېدیځو هیوادونو له لورې د پریکړه لیک وړاندې کېدا او د ناسمو معلوماتو او دروغو پر بنیاد د چټي ادعاګانو بیا ځلې تکرارېدا له قانوني وجهې نه بې برخه او مردود وباله.