د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس هدفونه به محقق نشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123690-د_اټومي_انرژۍ_د_نړیوال_اژانس_هدفونه_به_محقق_نشي
زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر محسن نذیري اصل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران ضد پریکړه لیک رد شوی وباله او ویې ویل: د دغه ایران ضده پریکړه لیک د بنسټګرانو سیاسي هدفونه به محقق نشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2022 01:02 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس هدفونه به محقق نشي

زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر محسن نذیري اصل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران ضد پریکړه لیک رد شوی وباله او ویې ویل: د دغه ایران ضده پریکړه لیک د بنسټګرانو سیاسي هدفونه به محقق نشي.

د ایران پرضد د امریکا ، د انګلستان، جرمني او د فرانسې وړاندیز شوی پریکړه لیک پرون په شپږویشتو موافقو او دوو مخالفو ( روسیې او چین) او دریو سپینو رایو سره تصویب شو.

دا د ایران پرضد دریم پریکړه لیک دی چې د اټومي تړون له اجرايي کیدا وروسته د صهیونیسټ رژیم په دباو سره د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا لخوا صادریږي.

د دوه زره شلم میلادي کال د جون په نولسمه او ددوه زره دوه ویشتم میلادي کال د جون په اتمه نیټه هم د اټومي تړون د دریو غړیو هیوادونو انګلستان، فرانسې  او د جرمني لخوا او د امریکا په ملاتړ سره ورته پریکړه لیکونه وړاندیز او تصویب شوي وو.

د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک د صادریدا په زمینه کښې د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو اقدام د ډیپلوماسۍ د رودې پرخلاف ، له بیړۍ ډک او غیر رغنده اقدام بللی او خبرداری یې ورکړی چې په اټومي اژانس کښې هر ډول سیاسي اقدام به د ایران له سمدستي ، اغیزشیندونکي او متناسب غبرګون سره مخامخ شي.

صهیونیسټ رژيم او د امریکا په مشرۍ لویدیځو هیوادونو له تیرو کلونو راهسې ایران په خپل اټومي پروګرام کښې د پوځي هدفونو په تعقیبولو تورن کړی دی.

ایران په کلکه د امریکا او د هغوې د ملګرو دغه ادعاګانې رد کړي او ټینګار یې کړی دی چې تهران د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي د یوه لاسلیک کوونکي او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژلانس د یوه غړي په توګه د سوله ییزو مقصدونو لپاره له اټومي ټیکنالوژۍ د استفادې کولو حق لري.