اقتصادي زیانونه، په ایران کښې د وروستیو ناقراریو بل اړخ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123680-اقتصادي_زیانونه_په_ایران_کښې_د_وروستیو_ناقراریو_بل_اړخ
د ایران په ځینو ښارونو کښې وروستیو ناقراریو او شخړو چې د دښمنانو په لارښوونه یې دوام موندلی، پر سیاسي او ټولنیزو تاثیراتو سربیره د پام وړ اقتصادي پایلې هم په ځان پسې لرلې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2022 12:14 Asia/Kabul
  • اقتصادي زیانونه، په ایران کښې د وروستیو ناقراریو بل اړخ

د ایران په ځینو ښارونو کښې وروستیو ناقراریو او شخړو چې د دښمنانو په لارښوونه یې دوام موندلی، پر سیاسي او ټولنیزو تاثیراتو سربیره د پام وړ اقتصادي پایلې هم په ځان پسې لرلې دي.

دغو ناقراریو په ټولنه کښې د ناامنۍ د حس په رامینځته کولو او د بې ثباتۍ او ګډوډیو په زیاتولو سره، د اقتصاي فعالیانو لپاره د فیصلې کولو قواعد او شرایط بدل کړې دي او د هغوي د فعالیت د جاري ساتلو لپاره یې رِسک ډیر کړی دی. دا په داسې حال کښې دي چې په دې وروستیو میاشتو کښې اقتصادي نښو مخ په ښه والي بهیر درلودلی چې په کښې له ۶۰ نه ۴۰ فیصدو ته د انفلیشن د اندازې کمیدل، د صادراتو زیاتولی او د بهرني تجارت ښه والی، د اوړي تر پاې پورې د بهرنیو اسعارو د نرخ نسبي ثبات، د بې روزګارۍ کمیدل او د تنخواګانو زیاتیدل، د دغو اقتصادي ځانګړنو ځینې نښې دي چې پایلې یې په تیر یو کال کښې د اقتصادي پراختیا او پرمختګ ښودنه کوي.

خو د چارواکو په وینا د ایران په ځینو سیمو کښې رامینځته شوې ناقرارۍ په دې وروستیو اونیو کښې د هیواد په اقتصاد باندې خرابونکې پایلې ولرلې چې د ودې او پرمختګ ګړندی توب یې ټکنی کړی دی. په دې هکله د اسلامي شورا (پارلیمان) د اقتصادي کمیشن غړي غلامرضا مرحبا، د امریکې او صهیونیسټي رژیم په مشرۍ د لویدیځ سیاست د اسلامي انقلاب له پیل راهیسې په هر قیمت هیواد او خلکو ته تاوان رسول وبلل او ویې ویل: له دې امله چې د دیارلسم حکومت له پیل څخه د حکومت اقتصادي وده چټکه شوه، دښمنان د ګډوډیو او بلواؤ د جبهې په جوړولو سره هغه ته د ګوذار ورکولو په لټه کښې وو.

په دې منځومان کښې د سیاحت او ټورازم صنعت د اقتصادي ودې او د اشتغال رامینځته کولو لپاره د ایران یوه مهمه ځانګړنه ده او په ۲۰۱۹ کال کښې یې په ناخالص کورني تولید کښې ونډه، ۶.۶ فیصده وه. خو اوس د تهران ولایت د هوټلونو د خاوندانو د مسلکي ټولنې د احصائیو له مخې، په تیرو اونیو کښې د بلواؤ په پیلیدو او دوام موندلو سره په هوټلونو کښې د خلکو د پاتې کیدو اندازه د کورونا د اوج پړاؤ ته ستنه شوې ده او د هوټلونو او اقامتي مرکزونو په رزرویشن reservation کښې څه باندې ۷۰ فیصده کموالی راغلی دی.

خو د ناقراریو پایلې د اقامت یا د سیاحتي او کلتوري ټوورونو تر لغو کیدو نه محدودیږي بلکې د علاج او سلامتیا د ټوورازم په برخې یې هم ډیرې ژورې منفي اغیزې کړې دي. له عراق څخه د علاج لپاره د راتلونکو کسانو شمیر د وروستیو بلواؤ په وجه کابو ۴۰ فیصده او له نزدې اروپايي هیوادونو څخه د راتلونکو کسانو شمیر ۹۰ قیصده او هم داشان د فارس خلیج د څنډې له هیوادونو څخه د علاج لپاره ایران ته د راتلونکو کسانو شمیر هم ۷۰ فیصده کم شوی دی او د اقتصادي ټوورازم د هدف ښارونو د درملیزو مرکزونو اقتصاد یې هم تر تاثیر لاندې راوستی دی.

د اسعارو په بازار باندې د رسندوي فضاسازیو په سیوري کښې د وروستیو بلواؤ اغیزه سبب شوه چې په وروستیو اونیو کښې د اسعارو او سرو زرو په بازار کښې د سرمایه ګذاریو تقاضا په چټکۍ سره زیاته شي او په حقیقت کښې د اسعارو د بیې د سمدستي زیاتیدو یو مهم عامل دی. د اسعارو د بازار په لور د پانګو دغه حرکت د ونډو او جایداد له بازاره د حقیقي پانګې د وتلو په سختیدو کښې هم لیدی شو چې د روانې لړم میاشتې په اولې اونۍ کښې د ونډو د بازار یا سټاک ایکسچینج د شیئرز د سخت کمي سبب شو.

د وروستیو ناقراریو یو بل اقتصادي تاوان، په وړو کاروبارونو باندې یې اغیزه ده ځکه چې د کسبه و د فعالیت د کمیدو سبب شوې ده. د ایران د اصنافو د خونې مشر قاسم نوده فراهاني ویلي دي: اصناف د هیواد په مختلفو برخو کښې له دې حالته تاواني شول ځکه چې ځیني کسبه خپل کار مازیګر مهال پیلوي او تر نیمې شپې یې جاري ساتي. خو دغه ډله کسان د بلواو له امله د خپلو دکانونو بندولو ته اړ شول ترڅو دکانونو او مال ته یې تاوان ونه رسیږي، په هم دې وجه هغوي ته هم اقتصادي ستونزې جوړې شوې.

څرګنده ده چې د شخړو او بلواو منفي آثار د هر هیواد په اقتصاد باندې خرابونکې او اوږدمهاله منفي پایلي لرلې شي. په هم دې وجه دښمنان د بندیز له اوزاره او له رسندوي تبلیغاتو په استفادې سره په ایران کښې د ناقراریو د سختولو په لټه کښې دي ترڅو هم د ایران د پرمختګونو مخه ونیسي او هم په ټولنه کښې له اقتصادي او سوکالي حالاتو څخه نارضایتي زیاته کړي.

په ایران کښې د پوهنتون د علمي کدر غړی او کارپوه ا... مراد سیف په دې هکله وايي: بلواوې پلان شوې دي او د زیات نه زیات دباؤ د سټراټیجکۍ په لړ کښې عمل کوي او موخه یې د ایران اقتصاد او د خلکو د ورځني ژوند ګډوډول دي.

*/*/*/*/*