دوښمن د ایران د له مینځه وړلو هڅه کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ په چارو کښې د وسله والو ځواکونو د قومندنۍ سلاکار امیر حاتمي ټینګار وکړ: دوښمن غواړي نه یوازې جمهوري اسلامي بلکې ایران هم نه وي.
هغه وویل د دوښمن هدف په داخلي موضوعګانو باندې د ایران ښکیلول دي چې ایران په نړیوال ډګر کښې د رول د لوبولو توان ونلري.
امیر حاتمي د پوځ د کومیټۍ د کارکوونکو ، قومندانانو او د مسوولانو په ټول کښې زیاته کړه: د اسلامي ایران پرضد د دوښمن ننی جنګ د جنګ پیژندنې په چورلیزتوب سره یو ترکیبې جنګ دی.
هغه وویل دوښمن په کلتوري جنګ او د داعش او د نورو تکفیري ډلو د رامینځته کولو په ډګر او دغه راز په اقتصادي جنګ او د ایران پرضد د ظالمانه بایکاټونو په زمینه کښې ماتي خوړلي ده.
امریکا او اروپايي هیوادونه او دغه راز د سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو او د بحرین او د اردن په شان ځینې عرب هیوادونه ډیرې هڅې کوي چې د ایران بلواوې زیاتې کړي او دغه هیواد له ډیرو ناامنیو سره مخامخ کړي خو د دغو هیوادونو دغه کوششونه به ډیر زر ناکامه شي.