-
ایران د عرب اتحادیې د خارجه وزیرانو دغونډې بیانیه وغندله
Sep 08, 2022 08:17ښاغلی کنعاني زیاته کړه دغه هیوادونه د تکراري او بې ارزښته تورونو په ځای د فلسطین د کړیدلیو خلکو پرضد د صیهونیسټ رژیم جنایتونو باندې تمرکز وکړي .
-
د شهید سلیماني کشتۍپه سمندري ډګرکی د نوښت سمبول
Sep 08, 2022 07:10دغه کشتۍ د خپلو هم اندازه کشتیو په نسبت د مانور له ډیر زیاتې وړتیا برخمنه ده چی دغه وړتیا په افندی او پدافندی ډول ډول تاکتیکونو په اجراکې ډیر زیات اهمیت لري .
-
دایټمي وسلو د نه ازموینې ژمنه دي په حقوقي الزام بدل شي
Sep 08, 2022 03:07په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازې مرستیالي ویلي چي د ایټمي وسلو د نه ازموینې ژمنه د ایټمې بې وسلې کېدلو ځایناستې نه شي کېدای خو سره له دې باید د نه ازموینې ژمنه په حقوقي الزام باندې بدل شي.
-
په ایټمې مساله د نظام له سرو کرښو څخه وړوکې غوندې هم نه شاته کیږو
Sep 08, 2022 03:04د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې په بیانولو چي په ایټمې مساله کې د نظام له سرو کرښو څخه وړوکې غوندې هم نه شاته کیږو، وویل: د خبرو اترو د بهیر سره هممهاله د ایران ولسمشر د بندیزونو د ختمولو په لړ کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له لوري په ترسیم شوي کرښې تاکید کوي او د بهرنیو چارو وزارت هم په پوره اقتدار سره، دغه لاره تعقیبوي.
-
د ایران خارجه وزارت د البانیا د حکومت د غلیمانه اقداماتو غندنه کړې
Sep 08, 2022 03:01د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تهران په ضد د البانیا د حکومت د ادعاګانو په دروغ بللو سره، د البانیا له لوري د ډیپلماټیکو اړیکو ختمول یې یوه بې معنا اقدام او د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د دې هیواد تېروتنه وباله.
-
د اسلامي انقلاب د خبرګانو د شورا د غونډې په بیانیه کې د فلسطین په مسالې تاکید شوی
Sep 08, 2022 02:59په ایران کې د خبرګانو د شورا د لسمې رسمي غونډې په وروستي بیانیه کې د فلسطین او قدس شریف مساله د اسلامي نړۍ تر ټولو مهمه موضوع بلل شوې ده.
-
اسلامي ایران د امریکا ترهګر پوځ او اسرائیلو رژیم ته خبرداری ورکړ
Sep 07, 2022 06:33مهر خبري اژانس وايي د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقري د امریکا ترهګر پوځ ، صهیونیسټ رژیم او د دوې کوربه هیوادونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیت د ګواښولو په هکله خبرداری ورکړ.
-
پاکستان ته د ایران د ګازو صادرات بایکاټ نه دي
Sep 07, 2022 10:35په اسلام اباد کښې د ایران سفیر په بیلابیلو برخو کښې د پاکستان او د ایران تجارتي ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل ایران پاکستان ته د ګازو د صادرولو لپاره له هیڅ ډول بایکاټ سره نه دی مخامخ.
-
ایران به د صهیونیسټ رژیم عناصرو ته سخت ځواب ورکړي
Sep 07, 2022 07:33زمونږ خبریال وايي د ایران د حضرت خاتم الانبیا صلی الله علیه واله وسلم د مرکزي کیمپ قومندان برید جنرال غلامعلي رشید وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت اولنی لومړیتوب د صهیونیسټ رژیم له ګواښونو سره مقابله کول دي.
-
د ایران کنسولګرۍ د پاکستان سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړه
Sep 07, 2022 07:09زمونږ خبریال وايي د پاکستان په کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولګرۍد پاک ـ ایران (PAIR) د پانګونې په شرکت کښې په ګډون سره د پاکستان له سیلاب ځپلیو خلکو سره دوه لکه پنځوس زره ډالره مرسته وکړه.