د ایران کنسولګرۍ د پاکستان سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120700
زمونږ خبریال وايي د پاکستان په کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولګرۍد پاک ـ ایران (PAIR) د پانګونې په شرکت کښې په ګډون سره د پاکستان له سیلاب ځپلیو خلکو سره دوه لکه پنځوس زره ډالره مرسته وکړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 07, 2022 11:39 Asia/Kabul
  • د ایران کنسولګرۍ د پاکستان سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړه

زمونږ خبریال وايي د پاکستان په کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولګرۍد پاک ـ ایران (PAIR) د پانګونې په شرکت کښې په ګډون سره د پاکستان له سیلاب ځپلیو خلکو سره دوه لکه پنځوس زره ډالره مرسته وکړه.

د پاکستان له سیلاب ځپلیو خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د بشر دوستانه مرستو په دوام کښې د پاکستان خیریه او مرسته رسونکو ادارو ته د خیمو او د خوراکي شیانو په شمول د پاکستان په سیند صوبې کښې د سیلاب ځپلیو د اړتیا وړ شیانو د برابرولو لپاره په کراچۍ ښار کښې د پاک ـ ایران د پانګونې په شرکت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کنسولګرۍ په مشارکت سره دوه لکه پنځوس زره ډالر ورکړل شول.

د پاکستان له سیلاب ځپلیو سره د ایران د اسلامي جمهوریت دغه مالي مرسته په یوشمیر مراسمو کښې د ایران د ډيپلوماټانو ، د پاک – ایران د پانګونې د شرکت د استازیو او د پاکستان د هلال احمر موسسې د مسوولانو په ګډون سره د «سیلاني »په نوم خیریه موسسې ته ورکړل شوه چې په چټکۍ سره د سیند صوبې د سیلاب ځپلیو خلکو لپاره خوراکي شیان او خیمې واخیستل شي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په ټیلي فوني خبرو کښې د پاکستان له سیلاب ځپلیو خلکو سره د مرستو د دوام لپاره د ایران د فیصلې خبر ورکړی و.