-
اسلامي ایران کښې د قدر د لومړۍ شپې مراسم ترسره شول
Apr 21, 2022 01:07زمونږ خبریال وايي په ټول اسلامي ایران کښې د قدر له فضلیت د ډکو شپو د لومړۍ شپې د احیا مراسم د کورونا ویروس د خپریدا د مخنیوي لپاره د روغتیایي پروټوکولو په نظر کښې نیولو سره ترسره شول .
-
د افغانستان حکومت باید د ایران د اوبو حق تامین کړي
Apr 21, 2022 00:51ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر خارجه وزیر ته په یوه (۱)حکم کښې د افغانستان له حکومت څخه د هیرمند د اوبو د تامینولو په جدیت سره د تعقیبولو غوښتنه وکړه .
-
د ویانا په خبرو کښې د فني بحثونه دوسیه تړل شوي ده
Apr 20, 2022 23:45زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې د ویانا په خبرو کښې فني بحثونه پاې ته رسیدلي او معلوم شوي دي ټینګار وکړ فني بحثونه ترسره شوي او یوازې سیاسي موضوعګانې پاتې دي چې خارجه وزارت ته اړونده دي .
-
د ایران خلکو د افغانستان ښاریزو ته روژه ماتی ورکړی
Apr 20, 2022 11:05زمونږ خبریال وايي د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت خلکو د افغانستان کډوالو ته د روژه ماتي میلمستیا ورکړه .
-
د اسلامي ایران ولسمشر د افغانستان ترهګر بریدونه وغندل
Apr 20, 2022 10:06زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په افغانستان کښې په څو ښوونځیو باندې د ترهګرو حملو په غندلو سره د دغو بریدونو د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلیت ووایه .
-
اوکراین ته د وسلو استول د سولې سبب نه کیږي
Apr 20, 2022 09:32د چین سي جي ټي این ټيلي ويژن راپور ورکړ په ملګرو ملتونو کښې د چین دائمي استازي ژانګ جون اوکراین ته د نورو ډیرو وسلو د استولو د پایلو په هکله خبرداري سره د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښتل چې اوربند ته د رسیدا په هدف سره د روسیې او د اوکراین ترمینځ د ډیپلوماټیکو خبرو اترو ملاتړ وکړي .
-
د ایران ځینې مطبوعات
Apr 20, 2022 09:05په افغانستان د طالبانو له سلطې سره سره د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو او په تیر بیا کابل کښې هماغه راز ترهګرې بم چاودنې او بریدونه ترسره کیږي چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان وژل شوي او ژوبل شوي هم دي .
-
د ایران د خارجه وزارت اقتدار د وسله والو ځواکونو د هڅو پامتداره :-
Apr 20, 2022 09:00د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پوځ د ورځې په مناسبت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وویل بې شکه د هیواد د ګټو په ساتلو کښې په نړیوال ډګر کښې د ډيپلوماسۍ د ادارې ( خارجه وزارت ) ننی اقتدار د هیواد لاس په تلي کښې د وسله والو ځواکونو د هڅو منندویه او پامتداره دی .
-
دښمن د پوځ او سپاه له یووالي په قهر او ویره کښې دی
Apr 20, 2022 02:59د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان د ایران د پوځ له مشر قومندان سره په کتنه کښې وویل: دښمن د پوځ او سپاه ترمینځ له یووالي څخه ویریږي او په قهر دی
-
ایران په غیږنیونې کښې د آسیا اتل شو
Apr 20, 2022 02:51د آزادې د غیږ نیونې ۸۷ کیلوګرامه وزن په سیالیو کښې د ایران لوبغاړی ناصر علیزاده د آسیا اتل شو