اسلامي ایران کښې د قدر د لومړۍ شپې مراسم ترسره شول
زمونږ خبریال وايي په ټول اسلامي ایران کښې د قدر له فضلیت د ډکو شپو د لومړۍ شپې د احیا مراسم د کورونا ویروس د خپریدا د مخنیوي لپاره د روغتیایي پروټوکولو په نظر کښې نیولو سره ترسره شول .
د امامت او د ولایت مینه والو بیګا د روژې د مبارکې میاشتې په نولسمه(۱۹) شپه په جوماتونو ، امامباړو او نورو مذهبي ځایونو او زیارتونو کښې په راغونډیدا او تر سهار پورې د قران کریم په تلاوت کولو او ثوابي لمونځونو کولو سره په الغوث ، الغوث ویلو سره جوشن کبیر دعا ولوستله او د خدای نومونه یې زمزمه کړل .
د اهل بیت علیه السلام مینه والو هم د حضرت علي علیه السلام په ویر کښې نوحې او مرثیې ولوستلې .
قدر داسې شپه ده چې په ټول کال کښې هیڅ شپه د هغې فضلیت ته نه رسیږي او په دغه شپه عبادت د زرو (۱۰۰۰) میاشتو له عبادت څخه غوره دی او په دغه شپه د انسان د کال تقدیر لیکل کیږي .
د ایران د راډیو او ټیلي ويژن اداره صداوسیما له پاک الله ج څخه په روژې مبارکې میاشت په تیره بیا د قدر په شپو کښې د ټولو مسلمانانو د عبادتونو د قبلیدا ارزو کوي .