اوکراین ته د وسلو استول د سولې سبب نه کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114996-اوکراین_ته_د_وسلو_استول_د_سولې_سبب_نه_کیږي
د چین سي جي ټي این ټيلي ويژن راپور ورکړ په ملګرو ملتونو کښې د چین دائمي استازي ژانګ جون اوکراین ته د نورو ډیرو وسلو د استولو د پایلو په هکله خبرداري سره د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښتل چې اوربند ته د رسیدا په هدف سره د روسیې او د اوکراین ترمینځ د ډیپلوماټیکو خبرو اترو ملاتړ وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2022 09:32 Asia/Kabul
  • اوکراین ته د وسلو استول د سولې سبب نه کیږي

د چین سي جي ټي این ټيلي ويژن راپور ورکړ په ملګرو ملتونو کښې د چین دائمي استازي ژانګ جون اوکراین ته د نورو ډیرو وسلو د استولو د پایلو په هکله خبرداري سره د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښتل چې اوربند ته د رسیدا په هدف سره د روسیې او د اوکراین ترمینځ د ډیپلوماټیکو خبرو اترو ملاتړ وکړي .

د اوکراین جنګ دوهمې میاشتې ته ورننوتلی دی او تراوسه پینځویشتو (۲۵)هیوادونو اوکراین ته بیلابیل ډول پوځي وسلې استولي دي او روسیې ټینګار کړی چې د اوکراین د نیولو اراده نلري .

په ملګروملتونو کښې د چین دائمي استازي ژانګ جون د امنیت شورا په غونډې کښې په اوکراین کښې د بشر دوستانه اقداماتو په هکله یوشمیر مسائیل مطرح کړل او ویې ویل ډيپلوماټیکې خبرې باید په سمدستي ډول  ترسره شي ځکه چې د یوه اوږه جنګ لرلید اندیښمونکی او د دغه جنګ زر پاې ته رسول د انساني کړکیچ د حل لپاره اساسي لاره ده .

هغه وویل مونږ باید بایکاټونو ته پام وکړو او د هغو  منفي پایلې له مینځه یوسو .

دغه راز د امریکا دفاع وزارت پینټاګان وویل داسې هیڅ ثبوت نشته چې روسیې په اوکراین کښې کیمیاوي یا بایلوژیکي وسلې کارولي وي .

د پینټاګان ویاند جان کربی پرون ومنله چې په اوکراین کښې جنګ روان دی خو هلته له کیمیاوي یا بایلوژیکي وسلو د روسیې د استفادې هیڅ نښه نه ده موندل شوي .

د اوکراین ولسمشر زلنسکي پرون ادعا وکړه چې روسیه په اوکراین باندې د حملې لپاره د ممنوعه وسلو په شمول بیلابیلې وسلې کاروي او ماسکو باید محاکمه شي .