-
د ایران په انتخاباتو کښې د رایو ورکولو وخت څلور ځله تمدید شو
Jun 18, 2021 23:24زمونږ خبریال وايي د ایران د انتخاباتو کمیټۍ تر نن سهار دوې (۲) بجې پورې د انتخاباتو د رایو د ورکولو لپاره وخت تمدید کړ .
-
ایران او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس خبرې اترې وکړې
Jun 18, 2021 23:54فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي بیګا په ټویټر پیغام کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائیل ګروسي سره د اټومي تړون د ګډ کمیسیون په غونډې کښې د ایران د مرکچي پلاوي د مشر او د خارجه وزیر د سیاسي چارو د مرستیال سید عباس عراقچی د کتنې خبر ورکړ .
-
د غبرګولي ۲۸ د جُمعې ورځ ، د انتخاب ورځ
Jun 18, 2021 12:56د ايران د ولسمشرۍ د ديارلسم پړاو انتخابات د اسلامي شورا او د رهبرۍ د خبرګانو د شورا د مېنځني پړاو له انتخاباتو او د ښارونو او کليو د اسلامي شوراګانو له انتخاباتو سره يوځاے نن سحر له اوو بجو نه په ټول ايران کښې شروع شول.
-
د ايران ملت په خپلو رايو سره په دښمن توغندي وروي
Jun 18, 2021 11:58د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل: دښمن د جنګ په ماډل سره له دغوانتخاباتو سره جنګ او مقابله شروع کړې ده، خو د اسلامي ايران شريف او قدرمن خلق په خپلو رايو سره په دښمن توغندي وروي.
-
د امريکې د بنديزونو په ختمېدو د ظريف تاکيد
Jun 18, 2021 10:17د ايران خارجه وزير د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست له مشر سره په کتنه کښې د امريکې د بنديزونو د ختمېدو په لازموالي او د برجام ايټمي موافقې په اړه د بيا خبرو اترو په نه امکان تاکيد وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې ويانا خبرې اترې به نتيجه لرونکې وي.
-
له هیواده بهر د انتخاباتو د نه ترسره کیدو خبرونه صحي نه دي
Jun 18, 2021 00:51د ایران د خارجه وزارت ویاند له هیواده بهر د انتخاباتو د نه ترسره کیدو په هکله پروپاګنډې ناسمې وبللې او ویې ویل: له دریو هیوادونو پرته په هغو ټولو هدف هیوادونو کښې چې ایرانیان په کښې موجود دي، د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ضروري تابیاوې شوې دي.
-
د انتخاباتو ورځ د ايران د ملت ورځ ده
Jun 18, 2021 07:59د اسلامي انقلاب معظم رهبر د انتخاباتو ورځ د د ايران د ملت ورځ وبلله او وې فرمايل: نن اصلي مېدان لرونکي او ډګر چلؤنکي د ايران عوام دي چې د رائې صندوقونو ته په حاضرېدو او د رائې په ورکولو سره په حقيقت کښې د راتلونکو کلونو لپاره د هېواد کلي او بنيادي دنده ټاکي.
-
د نظام قوت او قدرت عوام دي
Jun 18, 2021 07:28د ايران د خارجه وزارت وياند په خپل يو ټوئيټ کښې تاکيد وکړ، د اسلامي جمهوري نظام قوت او قدرت عوام دي.
-
په انتخاباتو کښې ګډون په نړیوالو ډګرونو کښې د ایران قدرت زیاتوي
Jun 18, 2021 03:05د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر ټینګار وکړ چې په ټولټاکنو کښې د خلکو برخه اخیستل په نړیوالو ډګرونو کښې د ایران طاقت او قدرت لازیاتوي.
-
د اسلامي انقلاب معظم رهبر خپله راې ورکړه
Jun 18, 2021 03:03حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ووټنګ له پیلیدو څو منټه وروسته خپله راې صندوق ته واچوله