د ايران ملت په خپلو رايو سره په دښمن توغندي وروي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101848-د_ايران_ملت_په_خپلو_رايو_سره_په_دښمن_توغندي_وروي
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل: دښمن د جنګ په ماډل سره له دغوانتخاباتو سره جنګ او مقابله شروع کړې ده، خو د اسلامي ايران شريف او قدرمن خلق په خپلو رايو سره په دښمن توغندي وروي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2021 11:58 Asia/Kabul
  • د ايران ملت په خپلو رايو سره په دښمن توغندي وروي

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل: دښمن د جنګ په ماډل سره له دغوانتخاباتو سره جنګ او مقابله شروع کړې ده، خو د اسلامي ايران شريف او قدرمن خلق په خپلو رايو سره په دښمن توغندي وروي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې هغه نن د امام علي (ع) نومې انتظامي هېډکوارټر کښې د ۱۴۰۰ کال د انتخاباتو د نظم او امنيت ټينګښت تر عنوان لاندې غونډه کښې زياته کړه، د ايران ستر ملت په انتخاباتو کښې په پراخه ګډون سره د دښمنانو ټولې سپېرې ارزګانې او خوب ليدنې شنډوي.

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان همدارنګ د دې په بيانولو سره چې امنيت او سلامتي په هېواد کښې دانتخاباتو يو مهم رکن دے واضحه کړه، له يو لک دېرشو زرو نه زيات بسيجي ځواکونه او د صوبائي سپاه ټول قوماندانان د ايران د اسلامي جمهوريت د پوليسو ترڅنګه د انتخاباتو د د امنيت د ټينګولو  کار ترسره کوي.