سعيد خطيب زاده:
د نظام قوت او قدرت عوام دي
Jun 18, 2021 11:58 Asia/Kabul
د ايران د خارجه وزارت وياند په خپل يو ټوئيټ کښې تاکيد وکړ، د اسلامي جمهوري نظام قوت او قدرت عوام دي.
سعيد خطيب زاده په خپل ټوئيټ کښې د ولسمشرۍ نننيو انتخاباتو ته اشاره وکړه او وې وليکل، په ټوله دنيا کښې د ايران خلق يو ځل بيا د راتلونکي ولسمشر د انتخاب له لارې د خپل هېواد د راتلونکې لارې د برابرولو لپاره له خپل حق څخه استفاده کوي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند زياته د دوه څلوېښتو کلونو لپاره د خلقو رائې د ايران د اسلامي جمهوريت ساتنه کړې ده.
ټیګونه