-
هند د پاکستان پر ۳ هوايي اډو بریدونه کړي
May 10, 2025 02:25د پاکستان د پوځ ویندوی وايي چې هندي الوتکو تېره شپه د پاکستان د راولپنډۍ د نورخان، شورکټ او مرید پر درېیو هوايي اډو بریدونه کړي دي.
-
پاکستان: له هند سره باید له اټومي شخړې ډډه وشي
May 09, 2025 09:43په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي نن ټینګار وکړ چې هند او پاکستان بایدله اټومي شخړې ډډه وکړي.
-
د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی؛ د پاکستان د PSL پاتې لوبې متحده عربي اماراتو ته ولیږدول شوې.
May 09, 2025 03:01د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، دا ۸ لوبې به بیا مهالویش شي او د دوی د نوو نېټو اعلان به ډېر ژر وشي.
-
پاکستان د هندوستان پینځویشت بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړې
May 08, 2025 10:28زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر ايي ایس پي ار ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وویل چې د دغه هیواد پوځ د هندوستان پینځویشت بې پایلوټه الوتکې چې د اسرائیلو جوړې دي او له تیرې شپې راهسې پاکستان ته استول شوي وې نسکورې کړي دي.
-
د هند بې پایلوټه الوتکې د پاکستان څلور نور پوځيان ژوبل کړل
May 08, 2025 08:42زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر «ايي ایس پي ار» ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وویل چې د پنجاب صوبې مرکز لاهور ته نږدې د هندوستان د بې پایلوټه الوتکې په برید کښې څلور پوځيان ژوبل شوي او مهماتو ته یې جزوي تاوان هم رسولی.
-
د هندوستان او د پاکستان ترمینځ نن هم ډزې روانې وې
May 08, 2025 06:42زمونږ خبریال راپور راکړی د کشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کښې نن هم د پاکستان او د هندوستان پوځیانو په یو بل باندې ډزو ته دوام ورکړ.
-
د پاکستان دفاع وزیر له هند سره د جګړې د پراخېدو په باب خبرداری ورکړ
May 08, 2025 02:18د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړ، که هندوستان د جګړې په پراخولو ټینګار وکړي، نو د دواړو هېوادونو ترمینځ د اټومي مخامخ کېدو احتمال به زیات شي او مسئولیت به ئې پر هند وي.
-
د پاکستان د دفاع وزیر وایي، د هند ادعا چې د ترهګرو اډې یې په نښه کړې، دروغ دي
May 07, 2025 12:39پارس ټوډی - په داسې حال کې چې هند ادعا کوي په پاکستان کې یې د ترهګرو اډې په نښه کړې، د دې هېواد د دفاع وزیر دا ادعاوې رد کړې.
-
د پاکستان خارجه وزارت وایي چي د هند اقدام د ایټمي جګړې خطر زیات کړی دی / شهباز شریف وایي چي پاکستان د ځواب ویلو لپاره خپل حق محفوظ ګڼي
May 07, 2025 02:26د پاکستان د خارجه وزارت ویاند شفقت علی خان د یوې اعلامیې په ترڅ کې د هندوستان بریدونه غندلي او هغه یې یو بې دلیله او څرګنده جنګي اقدام بللي دي.
-
هند په پاکستان باندې پراخ هوایي بریدونه کړي دي/ پآکستان وایي مونږ ۵ هندي جنګي جیټان غورځولي دي
May 07, 2025 02:09تېره شپه د پاکستان د فوځ ویاند جنرال احمد شریف په دې هیواد باندې د هندوستان د پراخو هوایي بریدونو خبر ورکړی دی چي په ترڅ کې یې ۸ تنه وژل شوي او له ۳۵ نه زیات کسان ټپیان شوي دي.