-
پاکستان له هندوستان سره د اړیکو ښه کولو ته تیار دی
Oct 13, 2016 15:15په هندوستان د پاکستان سفیر عبدالباسط نن دسحر اردو چینل سره په خصوصی خبرو کې له نوی ډیلی سره د اسلام اباد د ښو اړیکو د ټینګولو لپاره د اسلام اباد په غوښتنې په ټینګار سره وویل ، پاکستان هڅه کوی له هندوستان سره هرډول اختلافات د خبرواترو له لارې حل کړی .
-
د کمپیوټرسائنس یومسلمان پوه له اسلام سره د مقابلې د بهیر د زیاتیدوله امله له امریکا بیرته پاکستان ته ستون شو
Oct 13, 2016 14:56پریس ټی وی راپورورکړ په امریکا کې دپاکستانی توکمه دکمپویټری علومو یو لوی سائنس پوه ذیشان الحسین عثمانی اسلام ابادته درسیدا په وخت په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، چې کلونه کیږی له خپلې کورنۍ سره دامریکا په کیلیفورنیا ایالت کې هستوګن ؤ خو دې ته په پام سره چې امریکانوره امن نه لری ، له خپلې میرمنې ، او درو بچیانو سره بیرته اسلام ابادته راګرځیدلی دی .
-
د پاکستان په پنجاب صوبه کې اته ترهه ګر ووژل شول
Oct 14, 2016 12:20زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان پولیسو وویل د پنجاب صوبې په ډیره غازی خان کې د امنیت ځواکونو په ننیو عملیاتو کې ۸ ترهه ګر مړه او ۳ هم وتښتیدل . وژل شوی ترهه ګر د پاکستان د طالبانو او القاعدې ترهه ګرو ډلو پورې تړلی دی . د پولیسو په وینا ترهه ګرو په ډیره غازی خان کې په امنیتی ځواکونو ، شیعیانو او دولتی او پوځی ودانیو پرضد د حملې پلان درلود .
-
پاکستان هماغه راز دترهه ګرو مرکز او ځاله ده
Oct 13, 2016 13:43ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ دپاکستان رسنیو لیکلی دی ، دامریکا دخارجه وزارت ویندوی جان کربی یو ځل بیا دپاکستان په ضد خپله تکراری ادعا اوتورونه مطرح کړی او پر پاکستان ئې غږکړی چې ترهه ګرو ډلو ته دې اجازه ورنکړی څو د دغه هیواد په حدودو کې پناه واخلی .
-
په ملېشیا کښې پنځوس پاکستانی شیعه مسلمانان ونیول شول
Oct 13, 2016 08:38د ملېشیا د سلانګور صوبې مذهبی چارواکو پنځوس پاکستانی شیعه ونیول.
-
د پاکستان لومړی وزیر وویل عاشورا د استقامت او شجاعت درس دی
Oct 12, 2016 12:58زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په اسلام اباد کې د حضرت امام حسین علیه سلام د عاشقانو په ټول کې د عاشورا پیښه د بشریت غمیزه وبلله او ویې ویل مونږه د عاشورا له مکتبه د بصیرت او عدالت غوښتنې درس اخلو
-
د پاکستان اهل سنت وروڼه د شیعیانو د عزادارۍ ساتنه کوی
Oct 11, 2016 15:55د پاکستان اهل سنتو مشرانو وویل چې د عزادارۍ د دستو مخې ته به حرکت کوی چې د خپلو شیعه وروڼو حفاظت و کړی او که ترهه ګره حمله کیږی نو اول په دوی وشی.
-
پاکستان له هند سره د تاوتریخوالی د کمولو غوښتنه وکړه
Oct 10, 2016 16:10د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز وویل د پاکستان دولت له هند سره د تاوتریخوالی دوام د دواړو هیوادونو او سیمې په ګټه نه بولی .
-
نړیواله ټولنه دې دهندیانوپه لاس دکشمیریانو وژلې ودروی .
Oct 09, 2016 15:40د سحر اردو ټیلیوژنی چینل راپورورکړ دپاکستان خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره دملګروملتو او اسلامی ملګرتیاموسسې پشمول له نړیوالو ټولنو غوښتی ،باید دهند ترکنټرول لاندې په کشمیر کې دې دهندی عسکرو په لاس دبشری حقوق دخلاف ورزیو او دکشمیریانو دوژلو مخه دې ونیسی .
-
پاکستان له هندوستان سره له مذاکرې نهیلې شوی
Oct 09, 2016 12:32د پاکستان حکومت اعلان وکړ ترڅو چې په هندوستان کښې د دغه هیواد د وزیراعظم نریندر مودی ملی پال حکومت وی تر هغې به خبرې اترې ونه شی.