امریکې خپله دریمه پوځي اډه د افغانستان پوځ ته وسپارله
په افغانستان کښې د امریکې دریمه پوځي اډه د دغه هیواد ملي اردو ته وسپارله شوه
په افغانستان کښې د امریکې دریمه پوځي اډه د دغه هیواد ملي اردو ته وسپارله شوه
د افغانستان د پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندانۍ نن وویل چې د کابل ښار د سویل لویدیځ په ریش خور سیمه کښې د مورهد په نامه امریکايي پوځي اډه په رسمي توګه د افغانستان د پوځ کمانډو ځواکونو ته وسپارله شوه.
د افغانستان د پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندان هیبت ا... علي زی د امریکايي پوځیانو د اډې د سپارلو په مراسمو کښې وویل: د افغانستان د پوځ کمانډو ځواکونه بې له شکه د هیواد له دښمنانو سره په خپلواکه توګه مبارزه او مقابله کولې شي.
(مورهد بیس) د امریکايي پوځیانو دریمه اډه ده چې په دې تیرو دوو اونیو کښې د افغانستان د ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوې ده.
له دې مخکښې د افغانستان په جنوب او شمال کښې (انټونیک) او (مایک اسپین) نومې امریکايي اډې افغان پوځیانو ته ورکړې شوې دي.
خو له دې سره سره امریکايي ځواکونه تراوسه له افغانستانه نه دي وتلي بلکې یوازې ځایونه یې بدلیږي.