عبدالله عبدالله د کابل د جومات پیښه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100324-عبدالله_عبدالله_د_کابل_د_جومات_پیښه_وغندله
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله په کابل ولایت کښې په جومات کښې ترهګره بم چاودنه د نه بښلو وړ چاره او له دیني او انساني ارزښتونو سره توپیر لرونکي وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2021 23:47 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله د کابل د جومات پیښه وغندله

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله په کابل ولایت کښې په جومات کښې ترهګره بم چاودنه د نه بښلو وړ چاره او له دیني او انساني ارزښتونو سره توپیر لرونکي وبلله .

عبدالله عبدالله وویل بدصفته ترهګرو او د افغانستان د خلکو دوښمانانو د خپلو جنایتونو په دوام کښې دغه بشر ضده ، جنایتکاره او ناروا حمله د کوچني اختر په ورځ وکړه چې دا له بې ګناه مسلمانانو او اسلام سپيڅلي دین سره ښکاره دوښمنۍ ده .

ترهګرو پرون یوځل بیا د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کښې په حاجي بخشي جومات کښې په داسې حال کښې چې خلک په لمانځه بوخت وو ماین چاودنه وکړه چې د جومات د امام مفتي نعمان په شمول  تراوسه پکښې دولس (۱۲) کسان وژل شوي او پینځلس (۱۵)نور ژوبل شوي هم دي .

مفتي نعمان د داعش او د وهابیانو ضد شخصیت ګڼل کیده او هغه په ځلونو د وهابیت او د داعش ترهګرې ډلې پرضد ویناګانې کړي وې .

د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل د خان بخشي جومات د ترهګرې حملې د غندلو په ترڅ کښې وویل مونږ په کابل کښې د سید الشهدا  ښوونځي او د خان بخشي جومات په حملو کښې لاس نه دی لرلی .

په تیرې شنبې ورځ د کابل په «دشت برچي »  سیمه کښې په سید الشهدا ښوونځي کښې په ترهګرې حملې کښې تراوسه یوسل دیارلس(۱۱۳) انجلۍ وژل شوي او یوسل پنځوس (۱۵۰) نورې ژوبل شوي دي .