افغانستان کښې دوه نیم سوه طالبان وژل شوي دي
په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د طالبانو په سنګرونو باندې د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو په عملیاتو کښې د دغې ډلې ۲۵۱ کسان ووژل شول
په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د طالبانو په سنګرونو باندې د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو په عملیاتو کښې د دغې ډلې ۲۵۱ کسان ووژل شول
د افغانستان دفاع وزارت نن غرمه ویلي چې په غزني، لوګر، زابل، قندهار، ارزګان، فراه، هرات، سرپل، نیمروز، قندوز، هلمند او بغلان ولایتونو کښې له طالب وسله والو سره د تیرو ۲۴ ساعتونو په نښتو کښې د دغې ډلې ۲۵۱ غړي وژل شوي او لسګونه نور یې زخمي شوي دي.
دغه رپورټ زیاتوي چې په یادو بریدونو د طالبانو د وسلو څو ګودامونه او ګاډي هم له ویجاړ شوي دي. د افغانستان پوځ هم داشان له کامیابو عملیاتو وروسته د طالبانو له خوا ښخ کړي ۶۷ ماینونه هم شنډ کړل.
د افغانستان دفاع وزارت په خپلو نننیو رپورټونو کښې د نښتو له امله د افغان حکومتي ځواکونو احتمالي مرګ ژوبلې ته کومه اشاره نه ده کړې او طالبانو هم تراوسه هیڅ نه دي ویلي.
د ویلو ده چې د کوچني اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند له ختمیدو وروسته د افغانستان په مختلفو سیمو کښې یوځل بیا نښتې او تاوتریخوالي پيل شوي دي او حکومت، طالبان د دغه نښتو پیلونکي بولي.