د برصغیر لپاره د القاعدې قومندان ووژل شو
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په هلمند کې د هند قارې لپاره د القاعدې شبکې قوماندان سره د څلورو ملګرو ووژل شو.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په هلمند کې د هند قارې لپاره د القاعدې شبکې قوماندان سره د څلورو ملګرو ووژل شو.
د افغانستان د دفاع وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ سره د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې تېره ورځ د القاعده شبکې په یوه ښوونیز مرکز عملیات ترسره کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د هند قارې لپاره د القاعدې شبکې یو قوماندان “علي پنجابی” له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوی او هم داشان د ذاکر په ګډون د وسله والو طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون د دغې ډلې پنځه جنګیالي ووژل شول.
دفاع وزارت همداراز زیاتوي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو او القاعده شبکې یو ښوونیز مرکز، ۳ قرارګاوې او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.