بقايي: د ایران دفاعي بریدونه یوازې پر پوځي هدفونو وو
پارسټودی- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: د امریکا پر خلاف چې پر ملکي هدفونو بریدونه یې د خپلو ناقانونه جګړو په یوه ثابت تګلاره بدل کړي، د ایران دفاعي بریدونه یوازې پر پوځي هدفونو ترسره شوي دي.
زموږ د خبریال د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه پیغام کې د قطر هغې رسمي سند ته اشاره کړې چې د مخابراتو نړیوالې اتحادیې (ITU) ته ثبت شوی دی. نوموړي ولیکل: د قطر حکومت په یوه رسمي سند کې چې د مخابراتو نړیوالې اتحادیې ته یې وړاندې کړی، تایید کړې ده چې د قطر په خاوره کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو د ایران دفاعي بریدونه یوازې د امریکا پوځي تاسیسات په نښه کړي او هېڅ ملکي سیمه نه ده په نښه شوې.
هغه زیاته کړه: د قطر په ادعا کې یوازینی استثنا د مارچ په ۱۸مه پر یوه ګاز تاسیساتو برید دی. خو په دې اړه باید په پام کې ونیول شي چې دغه تاسیسات هغه مهال د ایران پر وړاندې د امریکا د تېري کوونکو عملیاتو په خدمت کې وو.
بقايي وویل: د ایران د بریدونو د هدفونو په ټاکلو کې دا دقت او پاملرنه د امریکا له پرلهپسې بریدونو سره پرتله کړئ؛ هغه بریدونه چې پکې ملکي وګړي او ملکي اهداف، لکه ښوونځي، روغتونونه، استوګنیزې سیمې، د واده مراسم، پلونه او نور ځایونه په نښه شوي دي.
هغه ټینګار وکړ: د یوه متمدن ملت ترمنځ، چې حتی په تر ټولو سختو شرایطو کې د اخلاقي او بشري اصولو د رعایت پر اهمیت پوهېږي، او د جګړهپالو واکمنانو ترمنځ ستر توپیر شته؛ هغه واکمنان چې د خپل ځواک په ښودلو کې هېڅ قانوني اصل او اخلاقي قاعده نه رعایتوي.