تفسیر | شانګهای څنګه د ایران پرضدد امریکا محاصره ماتوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i177646-تفسیر_شانګهای_څنګه_د_ایران_پرضدد_امریکا_محاصره_ماتوي
پارس‌تودی- بلومبرګ په یوه راپور کې لیکلي دي: «د شانګهای د همکاریو سازمان له امریکا سره نه دی؛ له ایران سره دی؛ له لویدیځې اروپا یا اوکراین سره نه دی؛ له روسیې سره دی.»
(last modified 2026-09-04T12:17:09+00:00 )
Sep 04, 2026 16:44 Asia/Kabul
  •  تفسیر | شانګهای څنګه د ایران پرضدد امریکا محاصره ماتوي؟

پارس‌تودی- بلومبرګ په یوه راپور کې لیکلي دي: «د شانګهای د همکاریو سازمان له امریکا سره نه دی؛ له ایران سره دی؛ له لویدیځې اروپا یا اوکراین سره نه دی؛ له روسیې سره دی.»

د بلومبرګ د راپور دغه مهمه جمله د واشنګټن د فشار د سیاست د راتلونکي په اړه یو مهم واقعیت څرګندوي. امریکا لا هم د بندیزونو لګولو او اقتصادي سزا ورکولو توان لري، خو نور نه شي کولای خپله اراده په اسانۍ سره د نړیوالې ټولنې پر ارادې بدله کړي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت د ایران پر وړاندې د «اقتصادي D-Day» د طرحې د عملي کولو لپاره هماغه پخوانی منطق، یعنې «یا زموږ سره یا زموږ پر وړاندې» بیا میدان ته راوستی دی. دغه منطق د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې وروسته وکولای شول چې د لویدیځې نړۍ یوه لویه برخه د واشنګټن تر شا ودروي. خو د ۲۰۲۶ کال نړۍ نور د ۲۰۰۱ کال نړۍ نه ده.

هغه مهال امریکا په نړیوال نظام کې بې‌سیاله برلاسي لرله. چین لا د نن ورځې اقتصادي ځواک نه و. روسیه هم په اوسني موقعیت کې نه وه. بریکس او د «نړیوال جنوب» مفهوم لا نه وو رامنځته شوي او د شانګهای د همکاریو سازمان هم یوازې د منځنۍ اسیا د مسایلو د مدیریت لپاره یوه محدوده اداره وه. خو نن د نړیوال اقتصاد یوه لویه برخه د واشنګټن د پرېکړه‌کولو له مدار څخه بهر وده کړې ده. کارنېګي په خپلو ارزونو کې د شانګهای د همکاریو سازمان په اړه پر یوه اساسي ټکي ټینګار کوي. دغه سازمان نه غواړي د ناټو ختیځه نسخه وي. د دې سازمان اهمیت په دې کې دی چې په اوراسیا کې د همکارۍ او د ځواک د توازن لپاره یو چوکاټ رامنځته کوي. همدا ځانګړتیا د امریکا د یو اړخیز فشار د اغېز د کمولو لپاره د دغه سازمان ظرفیت زیاتوي.

د واشنګټن ستونزه دا ده چې بندیزونه نور په تشه فضا کې نه عملي کېږي. ایران له چین، روسیې او نورو غیرلویدیځو اقتصادونو سره د اقتصادي، انرژۍ او مالي اړیکو په یوه پراخه شبکه کې شامل دی. رویټرز راپور ورکړی چې د ایران نفت لا هم د منځګړو د یوې شبکې له لارې چین ته رسېږي او د دې نفتو بیه او معاملې د امریکا له مستقیم مالي سیستم څخه بهر په سازوکارونو تصفیه کېږي. دا بهیر یوازې پر ایران محدود نه دی. روسیه او هند هم د خپلې سوداګرۍ یوه لویه برخه په روبل او روپۍ تصفیه کوي. رویټرز په خپل تازه راپور کې ویلي چې د روسیې او هند ۹۶ سلنه دوه‌اړخیزه سوداګري اوس په ملي اسعارو ترسره کېږي. که څه هم دغه تحولات د ډالر د برلاسۍ د پای په معنا نه دي، خو ښيي چې د امریکا د بندیزونو ځواک له یوه یو اړخیز وسلې څخه په داسې وسیله بدل شوی چې ائتلافونو او همکارو هېوادونو ته اړتیا لري.

البته، باید د شانګهای د همکاریو سازمان په اړه داسې انځور وړاندې نه شي چې ګواکې دا یو بشپړ منسجم ائتلاف دی. چین او روسیه خپلې ځانګړې ګټې لري او بیجینګ لا هم له واشنګټن سره په خپلو اړیکو کې پراخې ملاحظې لري. چتم هاوس هم ټینګار کړی چې د چین او روسیې ستراتیژیکه همکاري ژوره شوې، خو دا اړیکه نامحدودو او بې‌قیدوشرط ژمنو ته نه ده رسېدلې.

خو اصلي موضوع بل څه ده. د ایران د اقتصادي محاصرې د ماتولو لپاره تهران له چین او روسیې سره پوځي تړون ته اړتیا نه لري؛ یوازې دومره بسنه کوي چې دغه قدرتونه اجازه ورنه کړي چې امریکا د ایران اقتصاد په بشپړه توګه له نړیوال اقتصاده جلا کړي. همدا هغه ټکی دی چې د واشنګټن محاسبه له نوي واقعیت سره مخامخېږي.

فایننشل ټایمز هم د «اقتصادي D-Day» په اړه جدي شکونه مطرح کړي او اصلي پوښتنه یې د چین پر وړاندې د ثانوي بندیزونو د عملي کولو له امکان سره تړلې ده؛ هغه هېواد چې د نړیوال اقتصاد او انرژۍ بازار لپاره دومره لوی دی چې له کوچنیو اقتصادونو سره د کارول شویو هماغو وسیلو له لارې یې مدیریت کول ناشوني دي.

له دې نظره، د واشنګټن او تهران ترمنځ د بندیزونو جګړه یوازې یوه دوه‌اړخیزه قضیه نه ده. دا جګړه د امریکا د اقتصادي هژمونۍ د پاتې ځواک لپاره یوه ازموینه ده. واشنګټن کولای شي د ایران صادرات راکم کړي، د راکړې ورکړې لګښتونه لوړ کړي او د تهران شریک هېوادونه ګواښ کړي؛ خو اقتصادي فشار له بشپړ انزوا سره توپیر لري.

ایران په داسې چاپېریال کې موقعیت لري چې چین، روسیه او هند هر یو د خپلو ګټو له مخې د لویدیځ د فشار یوه برخه شنډوي او نوې سوداګریزې او مالي شبکې هم په تدریجي ډول پراخېږي.

له همدې امله، د واشنګټن لپاره اصلي پوښتنه نور دا نه ده چې ایا کولای شي پر ایران فشار راوړي که نه؛ اصلي پوښتنه دا ده چې ایا کولای شي دغه فشار د ایران په تسلیمېدو بدل کړي؟

د څو قطبي نړۍ ځواب د «یا زموږ سره یا زموږ پر وړاندې» سیاست ته روښانه دی: هېوادونه تر دې چې د امریکا او ایران ترمنځ انتخاب وکړي، تر ډېره خپلې ملي ګټې انتخابوي.