په کابل او میدان وردک کې  دطالبانو نفوذ خطرناکې پایلې درلودلی شي 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100714-په_کابل_او_میدان_وردک_کې_دطالبانو_نفوذ_خطرناکې_پایلې_درلودلی_شي
په افغانستان کې به جنګ  هیڅ ګټونکی ونه لری  او دا موضوع  طالبانو ډلې هم درک کړې ده ،البته  دځينو امتیازونو دترلاسه کولو لپاره بیا هم  هڅه کوي ،چې  دجنګ له لارې خپل برلاسی وبریښوي  او  په کابل حکومت او نړیوالې ټولنې دا ومني  چې مونږ د جنګ د دوام  توان لرو ، خو تاوانونه ئې  د افغان ولس په برخلیک ډیرې منفي اغیزې شیندي . چې باید له دغو چارو ډډه وشي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2021 02:02 Asia/Kabul
  • په کابل او میدان وردک کې  دطالبانو نفوذ خطرناکې پایلې درلودلی شي 

په افغانستان کې به جنګ  هیڅ ګټونکی ونه لری  او دا موضوع  طالبانو ډلې هم درک کړې ده ،البته  دځينو امتیازونو دترلاسه کولو لپاره بیا هم  هڅه کوي ،چې  دجنګ له لارې خپل برلاسی وبریښوي  او  په کابل حکومت او نړیوالې ټولنې دا ومني  چې مونږ د جنګ د دوام  توان لرو ، خو تاوانونه ئې  د افغان ولس په برخلیک ډیرې منفي اغیزې شیندي . چې باید له دغو چارو ډډه وشي

 زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان د ولسي جرګې کې  دبامیان دخلکو یوه استازي  سید جمال فکوري بهشتي  پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، له جلریز څخه  بهسودو او بامیانو ته د طالبانو  دپرمختګ  احتمال ډير کمزوری دی ، خو  د میدان وردک او کابل  په لور د  دوي نفوذ اوخوځښت  خطرنا کیدلی شي . 

 هغه پر افغانستان د جنګ له لارې د طالبانو دواکمنۍ  خوب چټي وباله او زیاته ئې کړې ده ،  که  په دغه هیواد کې  ستومانه کونکی جنګ دوام وکړی ، نو تر راتلونکي نزدې وخت پورې به  د آرامښت او سوکالۍ مخ ونه ویني .

 جمال فکوري په دې اند دی چې په افغانستان کې به جنګ  هیڅ ګټونکی ونه لری  او دا موضوع  طالبانو ډلې هم درک کړې ده ،البته  دځينو امتیازونو دترلاسه کولو لپاره بیا هم  هڅه کوي ،چې  دجنګ له لارې خپل برلاسی وبریښوي  او  په کابل حکومت او نړیوالې ټولنې دا ومني  چې مونږ د جنګ د دوام  توان لرو ، خو تاوانونه ئې  د افغان ولس په برخلیک ډیرې منفي اغیزې شیندي . چې باید له دغو چارو ډډه وشي .