په افغانستان کې د امریکا دشل کلن پوځي شتون پايلې
امریکا دسولې اوا منیت دټينګولو په پلمه په افغانستان یرغل وکړ ، خو په دغه هیواد کې جنګ جګړې او دنشه ایزو موادو قاچاق لاپسې زیات او ډير شوی هم دی .
له افغانستانه د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو له وتلو سره په یووخت ، د افغانستان په داخل او بهر کې یوشمیر دیني عالمانو پوهنتونوالو ، سیاستوالانو په کابل کې په یوه سیمنار کې، په دغه هیواد کې د امریکا دشل کلن شتون نتیجې وارزولې .
په دغې ناستې کې ګډون کونکو په افغانستان او سیمې کې د امریکائي شتون دلیل ، نړۍ خورې امریکا پراختیا غوښتنې بللي او وئيلي دي ،د افغانستان درستو سیمو او ګوټ ګوټ ته دنښتو پراختیا او ترهه ګرې حملې ددغه شتون اوڅاره نتیجې دي .
ګډون کونکو همداراز ټينګار کړی دی ، امریکا دسولې اوا منیت دټينګولو په پلمه په افغانستان یرغل وکړ ، خو په دغه هیواد کې جنګ جګړې او دنشه ایزو موادو قاچاق لاپسې زیات او ډير شوی هم دی .
به دغې ناستې کې د افغانستان دملی کنګرس ګوند مشر عبدالطیف پدرام په د غې ناستې کې وئیلي ، امریکا حتی دبشری حقوقو له ادارو هم دخپلو ګټو لپاره استفاده کړې ده .
په مختلفو اړخونو کې په افغانستان کې د امریکائي پوځيانو شل کلن شتون ته کتنه ښئ چې سپینې ماڼۍ ددغه هیواد دنیواک په تیرو دوو لسیزو کې یوه ماته خوړلي کارنامه په ځاي پریښودلې ده .
امریکا په ۲۰۰۱کال کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه افغانستان باندې لښکر کښي وکړه او دغه هیواد ئې ونیوۀ او د افغانستان په جنګ کې د ناټو موسیسې دغړو هیوادونو له ګډون سره سره ، دغه لښکر کشي له یو لک پنځوس زره څخه په زیاتولو پوځيانو په دیره کولو سره سره ، د امنیت په تامینولو او د افراط پالنې په پيزواني کولو کې پاتې راغله .
په افغانستان کې د امریکا دکابو دوو لسیزو پوځي شتون نه یوازې په دغه هیواد کې ترهه ګري او تاؤتریخوالی کم کړی نه دی ، بلکې ،د افراط پالنې د فعالیتونو لمن لاپراخه شوې ده او پر طالبانو ډلې سربیره ، داعش ترهه ګره ډله هم په افغانستان کې د امنیت او ثبات له خطرې سره په مخامخولو کې په یوې نوي بلا بدله شوې ده .
په بله وینا ، په افغانستان کې د امریکا او ناټوځواک شتون لامل شوی څو په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو د فعالیت لپاره لازیاته زمینه برابره شي او د افغانستان د ولس ژوند لازیات له خطرو سره مخامخ ا و تریخ کړي .
امریکا نه یوازې په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره پخپلې ژمنې ونه کړائ شو ، بلکې د هوائي او مځکینو خپلو سرو عملیاتو او بمباریو سره ئې ددغه هیواد په لسګونو زره عام خلک هم په وینو کې لیت پیت کړي دي .
امریکا په افغانستان کې د جنګ په اوږدولو سره ددغه هیواد پر اقتصادي بیخ بینائيو ویجاړونکي آثار وارد کړي دي چې دغې موضوع په افغانستان کې تولیدي ظرفیَتونه تر ډيره حده د تولیدونکو فعالیتونو له بهیره بهر او له کاره غورځولي دي .
په ټولنیز او کلتوري ډګرونو کې هم په افغانستان کې د پراخو جنګي شرائطو او ناکراریو شتون،سبب شوی څو په دغو دوو برخوکې او ګرافونه او کریډیټونه هیڅ وده ونه کړي او په دغه هیواد کې روزنه او زده کړې ، له جدي خطرو سره مخامخ شي .
په کابل کې د انجونو د ښونځي په وړاندې وروستۍ ترهه ګره پيښه چې د لسګونو زده کونکو او عامو خلکو د مرګ ژوبلو سبب شوي ، د کلتوري او زده کړو د ډګر لپاره یوه ترټولو ستره خطره شمیرل کیږي .
امریکا په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې پرپوچې ژمنې سربیره ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې نشه ایز مواد او دهغو قاچاق پيزواني کوي ، خو نړیوال راپورونه ښئ چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواک له شتون راهسې په دغه هیواد کې د کوکنارو کښت او د ډول ډول نشه ایزو موادو تولید څلور برابره زیات شوی دی .
په داسې شرائطو کې چې د امریکا ولسمشر جوزف بایډن ژمنه کړې ،څو تر ستمبر پورې د افغانستان له خاورې ووځي ، په افغانستان کې د امریکال او نا ټوځواک د شتون ویجاړونکي پایلې ، ترکلونو کلونو پورې په دغه هیواد کې د بهرنیو عسکرو د ناکامیو او د ددوي دشتون د اړخونو په زمینو کې د دقیقو څیړنو دترسره کولو لپاره د څيړاندو او ارزونکو لاسوند کیدلی شي .