ننګرهار کې سلګونه کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101306-ننګرهار_کې_سلګونه_کیلوګرامه_چاودیدونکي_توکي_ونیول_شول
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي دملي امنیت کارکوونکو په یو ځانګړي اقدام کې ددې ولایت د ښیوې په ولسوالۍ کې په یو لارۍ موټر کې بار د سمنټو په ۲۶ بوریو کې کیښودل شوي ۱۳۰۰ کیلوګرامه امونیم نایتریت چاودیدونکي توکي کشف او ترلاسه کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2021 08:50 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې سلګونه کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ونیول شول

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي دملي امنیت کارکوونکو په یو ځانګړي اقدام کې ددې ولایت د ښیوې په ولسوالۍ کې په یو لارۍ موټر کې بار د سمنټو په ۲۶ بوریو کې کیښودل شوي ۱۳۰۰ کیلوګرامه امونیم نایتریت چاودیدونکي توکي کشف او ترلاسه کړل .

 خو د  ننګرهار د والي ویاند په دې اړه چې دا چاودیدونکي توکي له کومه ځایه راوړل شوي، چیرته لیږدول کیدل او دا چې په تور یې څوک نیول شوي که نه معلومات ورنکړل.

 له  امونیم نایټریت کیمیاوي موادو څخه  چې د ګاونډي هیواد پاکستان تولید دی دماینونوپه جوړولو کې کار اخیستل کیږي دهمدې امله یې افغانستان ته را واردول او په دننه کې له یو ځای نه بل ځای ته پر لیږد بندیز لګول شوی دی .