په افغانستان کې دطالبانو دیوه مهم کمانډرپشمول۱۱۹طالبان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101518-په_افغانستان_کې_دطالبانو_دیوه_مهم_کمانډرپشمول۱۱۹طالبان_وژل_شوي
په افغانستان کې په همداوروستیو کې د افغان پوځ او وسلوالو طالبانو ترمینځ نښتې په اوڅاره توګه زیاتې شوي او په ډيرو سیمو کې ځيني ولسوالۍ هم سره لاس په لاس کیږي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 11, 2021 09:17 Asia/Kabul

په افغانستان کې په همداوروستیو کې د افغان پوځ او وسلوالو طالبانو ترمینځ نښتې په اوڅاره توګه زیاتې شوي او په ډيرو سیمو کې ځيني ولسوالۍ هم سره لاس په لاس کیږي .

 زمونږخبریال راپور  راکړ  د افغانستان دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي  دي ، دافغانستان امنیتی ځواک په غزني ،ارزګان ،هرت ،سرپل ننګرهار لغمان،فاریاب ،بغلان ،بدخشان  او تخار ولایتونو کې د طالبانوډلې پر  پټنځایونو او مورچلو باندې په پاکونکو عملیاتو کې یوسل نولس طالبان وژلي او کابو ۴۲نور ئې ټپیان کړي دي .

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي  په دغو نښتو کې  د افغان امنیتی ځواک منګولو ته یوشمیر وسلې او مهمات هم لویدلي دي . طالبانوډلې د خبر ترمخابیره کیدا پورې په دې اړه څه نه دي وئيلي .

همداراز  ددغو سختو نښتو اومرګ ژوبلو په اړه له ننګرهاره زمونږ  دخبریال راپور هم په ګډه سره آورو .